هندي او پاکستاني مشران د کشمیر پر سرحدی جنجال غږیږي

دهند او پاکستان دسرحدي قواو قوماندانان په نوي ډهلي کې د دې لپاره غونډه کوي چې د کشمیر د کنټرول دجنجالي کرښې په اوږدو کې د دواړو ملکونو ترمنځ تشنج کم شي.

دا غونډه وروسته له هغې کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې غونډه په وروستۍ شیبه کی فسخ شوه.

د پاکستان د رینجرز د سرحدي قواو قوماندان، عمر فاروق برکي په مشرۍ ١٦ کسیز هیت نوي ډهلي ته تللی دی او توقع ده چې دهند د سرحدي قواو له قوماندان سره به سبا د پنجشنبی په ورځ خبرې وکړي.

په دی وروستیو وختونو کی د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د کشمیر د کنټرول دکرښې په اوږدو کې نښتې زیاتې شویدي چی له دواړو خواو په لسگونو کسان وژل شوي او یا زخمي شوي دي.

په نوي ډهلی کې د سیاسي څارو کارپوه منوج جوشي واېې خبري اتري مثبته اشاره ده، خو دا ډیره مهمه ده چې دواړه هېوادونه خپلې سیاسي خبراتري چې اوس ځنډیدلې، بیرته پیل کړی.

‏،، زه په دا کار خوشحاله یم ، خو ستراتیژکه تگ لاره د لوړپوو مقاماتو د لاری پر مخ وړل کیږی، نوددی دپاره چې امنیت تامیین شي ،یقینا دهغه کسان خبراتري پیل کولاي شي، خو دا اوسنې کسان چې خبرو اترو ته سره کښینې د یواځي امرونه پرځاي کوي‏،،.

د هندی سرحدي امنیتي ځواک یا ( بی ایس ایف) په یوه بیان کې ویلي دي چې " دا خبرې به په مثبتو اقداماتو وي" د مثال په ډول د کشمیر په سرحدهمزمانه او ګډې گزمې کول او د باور د رامنځته کیدو لپاره به کار وشي.

سرحدی امنیتې چارواکې به د سرحد د لاری د وسله والو کسانو د تگ او راتگ پر مسلې هم خبري وکړي چې له ډیر وخت رایسي نوي ډلی د تور لگولي چې وسله وال کسان د دوی خاوري ته د پاکستان له خوا وراوړي. اسلام اباد بیا واېې چې د هندی پنجاب او د راجستان صوبي څخه بیا وسله وال کسان د دوی خاوري ته را اوړي.

د دهغو دواړو گاوندیو هېوادونو د ملی امنیت د صلاح کارانو ترمنځ د خبرو اترو هڅي تیره میاشت هغه وخت لغوه شوي چې د پاکستان یوه چارواکې د کشمیر د جدایی غوښتونکو مشرانو سره د ملاقات پلان درلودی او بیا سختي جملي سره تبادله شوي او هند بیا ددی سره انکار وکړ چې د کشمیر مسله په خبرو کې شامله کړی.

منوج جوشي په دی نظر دی چې د سولې خبرواتری یواځي هغه مهال پیل کیداسي چې ددی واړو هېودونو صدراعظمونو لخوا ټینگار ورباندی وشي.

؛؛دا کار یواځي هغه وخت کیداسي چې دهغه دواړه مشران خپله دا پریکړه وکړی. زه داسي فکر نه کوم چې په دی پړاو کې به په یوي کچي هم دا خبري وشي. د پاکستان او هند تر منځ ستونزه دا ده چې خبري اتري په ډیری لوړه کچي تنظیم کیږي او که کله ستونزه وي نو باید خامخا په لوړي کچي حل شي،،.

داسي اوازی هم شته چې دهغه دواړه مشران به د ملگرو ملتونو د عمومي غونډی پرمهال چې په نیویارک کی ددی میاشتې په پای کې ترسره کیږی ترڅنگ ملاقات وکړی.