د هند دتیرکال د جنسي تیري کسان په اعدام محکوم شول

په هند کې یوې محکمې هغه څلور کسه په عدام محکوم کړي دي چې تیرکال یې په نوي ډیلۍ کې پر یوې ځوانې انجلۍ باندي جنسي تیری کړی و.

د جمعې د ورځې په فیصلې کې قاضي یوګېش کنا وویل چې دغه جرایم د ،،نادراتو په کټګورۍ،، کې راځي او دوي ته به د مرګ سزا ورکړل شي.

د څلور محکوم شویو کسانو له جملې څخه یوه یې د قاضي د فیصلې پر وخت وژړل.

د پېښې د قربانۍ پلار وویل چې هغه اوس راحته شو چې لور یې عدالت او انصاف ترلاسه کړ.

د پېښې قرباني د ۲۳ کالو وه او تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې د جنسي تیري نه وروسته د خپل ملګري سره یوځای د اوسپنې په میلې باندي ووهل شوه او دواړه د بس موټر څخه دباندي راوغورځول شول.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د پېښې قرباني او ملګری یې یو خالي بس ته ورپورته شول او په بس کې ناستو کسانو چې ټول سره ملګري وو پر جنسي تیری وکړ. د پېښې قرباني دوه اونۍ وروسته په سینګاپور کې په یوه روغتون کې مړه شوه چیري چې هغه د تدواۍ دپاره وړل شوې وه.

پر هغې باندې جنسي برید او د هغې مرګ په ټول هند کې سختې مظاهرې راوپارولې او د ښځو سره د چلند جدي پوښتنې راپورته شوې چې په لړ کې یې د هند پارلمان د جنسي تیري پر ضد نوي قوانین تصویب کړل.

پر تورنو کسانو باندې به د مرګ د سزا فیصله د نوي ډیلۍ د سترې محکمې له خوا تایید شي خو مدافع وکیل وايي چې هغه به د محکمې د پریکړې په مقابل کې د استناف غوښتنه وکړي.