واشنګټن ډي سي کې د 'اينډي کار' موټر ځغلونې سیالۍ پیل کېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو په پلازمینې واشنګټن ډي سي کې د لومړي ځل لپاره نن د یکشنبې په ورځ [اګست ۲۳مه] د "اينډي کار فریډم ۲۵۰ ګرانډ پري" موټر ځغلونې سیالۍ ترسره کېږي.

موټر ځغلونکي به د ملي پارک له لارې د کانګرس ماڼۍ، د پنسلوانیا د تاریخي واټ او ګڼو مشهورو موزیمونو له شاوخوا سړکونو نه په چټکۍ تېر شي.

ټاکل شوې چې د دې سیالۍ په ترڅ کې موټر ځغلونکي په ځانګړو شویو واټونو کې ۱۴۷ ځلې دوره ووهي او ټولټال ۲۵۰ مایله (شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره) پوره کړي.

سیالي د واشنګټن ډي سي په وخت ماسپښین مهال ترسره کېږي او د خلکو ګډون کول وړیا ده.

چارواکي وايې چې ددې سیالۍ د لیدو لپاره به ۲۰۰ زره ننداره چیان د واشنګټن ډي سي ښار ته راشي.

د خبرونو له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سورلۍ موټر به د سیالۍ لپاره په ځانګړو شویو واټونو کې افتخاري دوره ووهي او وروسته به د شنه بيرغ په رپولو سره د موټر ځغلونې سیالي پیل کړي.

اينډي کار په متحدو ایالتونو کې د موټر ځغلونې یو لړ مسلکي سیالۍ دي چې په ځانګړو یو کسیزو موټرو ترسره کیږي.

د "فریډم ۲۵۰ ګرانډ پري" سیالۍ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو د پروګرامونو یوه برخه ده.

د متحدو ایالتونو د ټرانسپورت وزیر شان ډفي په یوې غونډې کې چې ولسمشر ټرمپ هم برخه اخېستې وه، وویل: "کله چې تاسې د امریکا ۲۵۰مې کلیزې په اړه فکر کوئ، نو د موټرو په اړه هم فکر کوئ او کله چې د موټرو په اړه فکر کوئ، نو تاسو د ازادۍ په اړه فکر کوئ."

ټاکل شوې چې اړوند چارواکي د یکشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو د واشنګټن په رونالډ ریګن هوایي ډګر کې د درېیو ساعتونو لپاره الوتنې ودروي څو فضا د پوځي الوتکو د نمایشي الوتنو لپاره خلاصه وي. همدارنګه پولیس به د خلکو د تګ راتګ او امنیتي تدابیرو لپاره د ښار په مرکز کې لویې لارې وتړي.