افغانستان کې شاوخوا نهه سوه زره کسان بې ځایه شوي دي

د ملکیانو د ساتلو یوه نادولتي ډله وايي په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا نهه سوه زره خلک بې ځایه شوي دي.

د ملکيانو د ساتلو یوه نادولتي ټولنه وايي د دوی څېړنې ښيي چې د امنیتي او نورو ستونزو له کبله په افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې نهه سوه زره کسان بې ځایه شوي چې د دغې ډلې په وینا وضعیت یې د انديښنې وړ دی .

د ملکیانو د ساتنې د ډلې ارقام ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر د ۲۰۱۴ کال په مقایسه دوه برابره زیات شوی دی.

راپورونه وايي چې د جګړو له امله په بدخشان، سرپل، کندز، هلمند، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریاله نوشابه اشنا، د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدوونکو چارو وزرات له معین احمد ولي حکمي سره، د ملکیانو د بې ځایه کېدو پر لاملونو غږېدلې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي حکمي سره د نوشابې اشنا مرکه دلته واورﺉ