د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دغه غوښتنه په یو لیک کې د اروپایي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې فردریکا موګیریني نه کړیده.
ښاغلي ظریف وایی غواړي د هغه کمیسیون سره وګوري چې د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې څارنه کوي.
د امریکا کانګریس د همدې میاشتې په سر کې په ایران اقتصادي بندیزونه د لسو نورو کالونو لپاره تمدید کړل چې ایران وایي د اتومی موافقې نه سرغړاونه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د همدې اقدام په عکس العمل کې غواړي د قدرت لرونکو هیوادونو د استازو سره وګوري.
په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي دي په ایران د اقتصادي بندیزونو لایحه چې د مشرانو جرګې او استازو مجلس د رایو په اکثریت تمدید کړیده، پرته لدې چې جمهور رئیس براک اوباما یې لاسلیک کړي په قانون بدلیږي. سپینې ماڼۍ دا هم ویلي دي چې د اقتصادي بندیزونو تمدید کیدل د ایران سره د اتومي موافقې په عملي کیدو هیڅ اغیزه نلري.
د متحده ایالاتو د دې اقدام په ځواب کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په هیواد کې ساینس پوهانو ته امر وکړ چې داسې کښتۍ دې جوړې کړې چې په اتومي بریښنا چلیږي.
د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لا پخوا ویلي دي چې د جمهوري ریاست په لومړنیو کارونو کې به یې د ایران سره د اتومي موافقې باطلول وي او دا کار ښایي چې د دواړو هیوادونو اړیکې چې د مخکې نه بې خونده دي، لا پسې خرابې کړي.