د ایران د اتومي پروګرام پیچلي وضعیت
Your browser doesn’t support HTML5
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران په اتومي بټیو کې د جون میاشتې له بریدونو وروسته د دې هېواد اتومي پروګرام په یو پيچلي حالت کې دی. زیانمن شویو اتومي موادو او کلیدي زیرمو ته د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې نه لاسرسی د څار یوه جدي خلا رامنځته کړې ده.