د ملگرو ملتونود اټمي چارو د مفتیشینو یوه مجربه ډله په دوه ورځنی سفرتهران ته رسیدلې ده چې د ایران په جنجالي اټمي پرگرام وغږیږي. په دریوو اونیوو کې ایران ته دا د ملگرو ملتونو د ټیم دویم سفر دی.
د ایران دولتي راډیو نن وویل د نړیوالې اټمي انرژۍ دغه ډله هیله لري چې د ایران د اټمي ساینسپوهانوسره وگوري او د پرچن په نوم د ایران یوه نظامی اډه او د تهران نه دباندې د اټمي وسلو دجوړولو فابریکه وگوري.
گومان کیږي چې په دغه ځای کې د ځمکې لاندې پټ مرکز وي او ایران هلته په خپل اټمي پرگرام کار کوی،خو ایرانی مقامات دغه ادعاوې ردوی. ایران وایي چې د سوله ایزو مقصدونو دپاره د اټمي پرگرام هڅې کوي.
ددې موسسې ریس هرمن ناکرتس، چې ددغه هیات مشري کوي، وېویل د هغه د ټولو نه مهم کار دا دی چې د ایران د اټمي پرگرام د نظامي بعدونو امکانات معلوم کړي.
ده وویل د نړیوال انرژۍ ټیم غواړي چې د ایران د مامورینو سره په دې دوه ورځنیو خبرو کې سمې صفا نتیجې تر لاسه کړي خو هغه دا خبره هم وکړه چې ښایي دا کار یوڅه وخت ونیسي.
د ملگروملتونو مفتیشین د ایران نه د بین المللی انرژۍ د ادارې د تازه رپوټ په هکله توضیحات غواړي . دغه رپوټ د داسي شواهدو ذکر کوي چې ایران د اتومي پرگرام په ډیزاین کارکوي.
ایران وایي دا رپوټ د غلطؤ معلوماتو په اساس برابر شویدی.
د بین المللي انرژی د دغه هیات د سفر نه یوه ورځ مخکي د امریکا یوعالي رتبه مامور جنرال مارتین دمپسي وویل چې د اسرایلو په اتومي تاسیساتو حمله به بې وخته کاروي ځکه دا څرگنده نه ده چې ایران به اټمي بم جوړکړي.
اسرایل وایي نظامې اقدام ښایي ضروري وي چې ایران د اتومی وسلو تر لاسه کولو ته پری نه ښودل شي.