هغه دوه ایرانیان چې په لندن کې یې د یوې فارسي ژبې ټلوېزیوني شبکې د خبریالانو په اړه جاسوسي کوله، د پنجشنبې په ورځ د تهران لپاره د جاسوسۍ په تور مجرم وپېژندل شول.
د لندن په سوېل کې د وولویچ شاهي محکمې منصفه پلاوي ۴۱ کلن مصطفی سپاهوند او ۴۶ کلن فرهاد جواديمنش د ایران د دولت په استازیتوب له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په تور مجرم وبلل.
درېیم تورن، ۵۷ کلن شاپور قلعهعليخاني نوري، له ټولو لګېدلو تورونو څخه برائت ترلاسه کړ.
د شاهي څارنوالۍ د ځانګړو جرمونو او ترهګرۍ ضد څانګې مشر څارنوال، فرانک فرګیسن، وویل: "دا د ایران د رژیم د منتقدینو د جاسوسۍ لپاره پلان شوی عملیات و."
فرګیسن وویل، دغو دوو کسانو ته د ایران لپاره د معلوماتو د لېږلو په بدل کې د انعام ژمنه شوې وه، په داسې حال کې چې سپاهوند چمتو و، چې پر څارنې برسیره د خپلو هدفونو دپاره حتی جدي تاوتریخوالی ترسره کړي.
په دغو هدفونو کې د ایران انټرنشنل خبریالان مجتبی پورمحسن او کامبیز حسینی، او د "اسراییلو لپاره د بریتانیا د وکیلانو" بنسټ اېښودونکی غړی جاناتان ټرنر هم شامل وو.
د تورنو کسانو فعالیتونو کې د خپلو هدفونو له اړوندو پتو لیدنه، د عکسونو او ویډیوګانو اخیستل او د هغوی په اړه د انلاین څېړنو لپاره د چت جي پي تي په شان د مصنوغي ځیرکتیا د پلاتفورمونو کارول شامل وو.
فرګېسن وویل: "نېکمرغه دا وه چې تورن کسان د هر ډول برید له ترسره کېدو مخکې ودرول شول."