د هرمز تنګي کې د تاوتریخوالي اندېښنو د ډالر او تیلو قیمتونه لوړ کړل

د هرمز په تنګي کې د تاوتریخوالي د امکان په اړه د ناتائید شویو راپورونو له خپرېدو وروسته په نړیوالو بازارونو کې د ډالر ارزښت او د تیلو بیې لوړې شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د مۍ څلورمه) ادعا وکړه چې ایراني ځواکونو پر یوې امریکايي جنګي بیړۍ د توغندیو برید کړی او دغه بیړۍ یې د هرمز تنګي ته له ننوتلو منع کړې ده.

د رویټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه ادعا په خپلواک ډول نده تائید شوې او یو لوړپوړي امریکايي چارواکي پر امریکايي بیړۍ باندې د توغندیو د لګېدلو خبر رد کړی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هم ویلي چې د هرمز په تنګي کې د امریکا د سمندري ځواکونو په هیڅ بیړۍ برید ندی شوی.

نړیوالو بازارونو دغو راپورونو ته غبرګون ښودلی دی. د رویټرز د راپور په اساس، د امریکا د ډالرو شاخص ۰.۳ سلنه لوړ شوی او ۹۸.۵۴۲ ته رسیدلی دی.

د انرژۍ په بازار کې، د تیلو بیې لوړې شوې او د یو بیرل خامو تیلو قیمت ۱۱۳ ډالرو ته رسیدلی دی. په داسې حال کې چې د ورځې په پیل کې د برینټ خامو تیلو یو بیرل له ۱۰۸ څخه تر ۱۰۹ ډالرو پلورل کیده.

بل خوا، په امریکا کې د پیټرولو قیمت په تیرو څلورو کلونو تر ټولو زیات لوړ شوی او په اوسط ډول د یو ګېلن قیمت ۴.۱۷ ډالر شوی دی چې د فبروري په ۲۸مه د جګړې د پیل راهیسې په یو ګېلن کې ۱.۱۹ ډالر زیاتوالی ښيي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د بحران له پای ته رسېدو سره به د تیلو قیمتونه هم ټیټ شي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ هم د دوشنبې په ورځ د فاکس تلویزیون سره په مرکه کې همدا خبره وکړه. هغه دا لوړ قیمتونه «موقتي نوسان» وباله چې «په څو اونیو یا میاشتو کې به پای ته ورسیږي.»

بیسنټ وویل: «موږ متوجه یو چې په قیمتونو کې دا لنډمهالی بدلون د امریکا خلک اغیزمن کوي، خو زه ډاډه یم چې دا قیمتونه به ډیر ژر راټیټ شي. بحران به پای ته ورسیږي.»

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې د هرمز د تنګي د تړل کېدو له کبله د هغو هېوادونو د اېسارو شویو بار وړونکو کښتیو د اېستلو لپاره چې د منځني ختیځ په کړکېچ کې برخه نلري، د دوشنبې په ورځ د "ازادۍ پروژې" په نوم یو نوی بهیر پېل کېږي.