د تېلو نړیوالې بیې د پنجشنبې په ورځ [اپرېل دویمه] وروسته له هغې په چټکۍ لوړې شوې او د ونډو راکړه ورکړه راټېته شوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه [اپرېل لومړۍ] په خپله مهمه وینا کې وویل چې امریکا به په راتلونکو اونیو کې پر ایران "ډېرو سختو" ګوزارونو ته دوام ورکړي، که څه هم دا چې دا شخړه به "ډېر ژر" پای ته ورسېږي او په ډېپلوماتیک ډول به په اوربند خبرې اترې روانې وي.
پانګه وال د ایران د جګړې لپاره د یوې چټکې حل لارې د موندلو تمه لري او د بازار وضعیت د دوی اندیښنې راڅرګندوي.
د مې میاشتې لپاره د متحده ایالتونو د لویدیځ ټکساس معیاري اومه تېل ۱۳٪ لوړ شول او یو بېرل بیه یې ۱۱۳.۰۸ ډالرو ته ورسېده او د جون میاشتې لپاره نړیوال معیاري خامو تیلو بیې ۸٪ لوړې شوې او یو د بېرل بیه یې ۱۰۹.۲۹ ډالرو ته ورسېده.
د "ډاو صنعتي شاخص" په لومړنیو سوداګریزو راکړو ورکړو کې څه باندې ۵۰۰ درجې راټیټ شو. د "ناسډاک" او "اېس اېنډ پي ۵۰۰" شاخصونو کچه هم ټيټه وه . د اسیا او اروپا د اسهامو بیې هم راټیټې شوې دي.
په ځانګړې توګه د انرژۍ په بازارونو کې د ولسمشر هغو څرګندونو ادلون بدلون رامنځته کړ چې ویي ویل د هرمز تنګی داسې یوه مسله ده چې نور هېوادونه ورته محتاجه دي او هغوي باید د خپلو تېلو په خاطر د تنګي د خلاصولو لپاره لاس په کار شي.
ټرمپ وویل چې دوی باید اقدام وکړي او له فارس خلیج څخه نړیوالو بازارونو ته د تېلو د کښتیو او نورو مهمو اکمالاتو د خوندي حرکت لپاره لاره صافه کړي.
په امریکا او بهر کې د امریکا د حکومتي پورونو د اوراقو بیې راټیټې شوې چې د محصول کچه لوړه او د سروزرو بیه راولوېده.
د بازار دغه ادلون بدلون د چهارشنبې ورځې د وضعیت معکوس حالت ښيي. د "اېس اېنډ پي ۵۰۰" شاخص د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې راپدې خوا د دوو ورځو لپاره د خپلې ودې ریکارډ جوړ کړ پدې هیله چې ښايي متحده ایالتونه او ایران د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.
ولسمشر ټرمپ وویل کله چې د امریکا پوځ په راتلونکو څو اونیو کې خپل ټول اهداف بشپړ کړي، نو د امریکا اقتصاد به "ډېر ژر له پخوا په ډېرې چټکۍ بېرته خپل حالت ته راوګرځي."