قطر د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۹مه) وویل چې د راس لفان پر صنعتي ښار باندې د ایران د رژیم له لوري د یوه بالستیک توغندي برید په نتیجه کې د مایع طبیعي ګازو تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.
دا نوي بریدونه د چهارشنبې د ورځې د ایران له بریدونو وروسته شوي دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې سخت خبرداری ورکړ، چې ویلي یې دي که چیرې ایران د قطر د ګازو په تاسیساتو برید وکړي نو هغه به د ایران د جنوبي پارس ګازو په ساحه برید کولو کې "ځنډ ونه کړي".
ټرمپ په خپل ټروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې د اسرائیلو هغو بریدونو ته اشاره وکړه چې پر ساوت پارس سیمې شوي وو، او ویلي یې دي چې هماغو بریدونو ایران دې ته وهڅاوه چې د چهارشنبې په ورځ پر قطر “بېدلیله او ناعادلانه” برید وکړي.
هغه دا هم وویل چې اسرائیل به بیا د ایران د ګازو پر سیمې برید نه کوي.
د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ۱۹) د ایران لهخوا په سیمه کې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونو کې د کویټ پر دوو تصفیه خانو (چاڼ ځایونو) باندې بریدونه هم شامل و.
بحرین وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د ایران څلور ډرونونه او دوه توغندي شنډ کړي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت رپوټ ورکړ چې له ۲۰ څخه ډېر ډرونونه او څو بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. دغه بریدونه پر ریاض، د مینا ینبع بندر، او د هېواد ختیځو سیمو باندې شوي وو.
متحده عربي اماراتو هم وویل چې د دوی هوايي دفاعي سیستمونو ۱۵ ډرونونه او اووه بالستیک توغندي شنډ کړي دي.
ایران وروسته له هغې چې متحدو ایالتونو او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر دغه رژیم پوځي بریدونه وکړل، پر ټولې سیمې باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.