عراق کې د سونیانو پر ضد د جنګي جرایمو خبرداری

شیعه ملېشې تورنې دي چې سونیان وژني او پر کورونو یې بریدونه کوي.

د بشري حقونو د څار ډله خبرداری ورکړی چې ښايي شیعه ملیشې په عراق کې د سونيانو ضد جنګي جرمونه ترسره کړي‌ وي.

دغې ډلې په تېرې یوې میاشتې کې د ایران له ملاتړه د برخمن شیعه ملېشو له لوري د سونیانو د وژلو، تښتونې، د هغوی پر ملکیتونو د بریدونو او دا ډول نورو پېښو په اړه راپور ورکړی دی.

مقتدیې ښار ته تېره میاشت له ځانمرګي برید وروسته چې ۲۳ تنه یې ووژل، شیعه ملېشې واستول شوې. دغه سیمه د عراق په شاوخوا ۸۰ کیلو مېترۍ کې ده.

د بشري حقونو د څار نیویارک مېشته ډله وايي د بدر سازمان او عصائب اهل الحق ډلې غړي چې د داعش پر ضد د جنګ مشري کوي، د غچ اخیستنې د پېښو مسول دي، سازمان دغه پېښې "د بشري حقونو له نړیوال قانون نه جدي سرغړونه" بللې ده.

د منځني ختیځ لپاره د دغه سازمان مشر جوی سټورک وايي " یو وارې بیا د حکومت د کنترول نه د وتلو ملېشو بیه ولسي خلک پرې کوي. هغه هېوادونه چې د عراق د امنیتي ځواکونو او د داعش پر ضد جګړې کې مرستې کوي، باید بغداد ته ووايي چې دغه خونړۍ سرغړونې بندې کړي."

د بشري حقونو د څار ډلې له نړیوالو غوښتي چې د عراق پر حکومت فشار راوړي چې د سونیانو پر ضد زورزیاتی بند کړي.

د امریکا په مشرۍ د اروپا او عرب یو شمېر هېوادونه د داعش پر ضد عملیاتو کې برخه لري چې له تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو راهېسې روان دي، پر دې سربېره دغه هېوادونه د عراق امنیتي ځواکونه روزي او تجهیزوي چې داعش ته ماتې ورکړي. د لویدیځ هېوادونه له بغداد سره مالي مرسته هم کوي.

د داعش ډلې رادبره کېدلو په عراق کې مذهبي ستونزې لا زیاتې کړي چې تر ډېره د سوني او اکثریت شیعه ګانو ترمنځ دي.

دغه کار د لومړي وزیر حیدر العبادي، چې یو منځلاری شیعه دی، چارې لا سختې کړي، د هغه هڅه دا ده چې سوني او شیعه د داعش پر ضد یو موټي کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې په مقتدیه کې د اوسېدونکو له خولې ویلي چې شیعه ملېشو یې پر کورونو او جوماتونو بریدونه کړي دي، خو ملېشو دغه تورونه رد کړي دي.