د داعش پر ضد دوه کلنو بمباریو د عراق نقشه بدله کړه

په عراق کې د امریکا پر مشرۍ د نړیوال ایتلاف د هوایي بریدونو لړۍ دوه کلنه شوه

دوه کاله وړاندې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د داعش پر ضد هوایي بریدونه پیل کړل چې دغې نړیوالې مداخلې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه په ډراماتیکه توگه بدله کړه.

د هغه وخت راهیسې ایتلافي ځواکونو د داعش پر مورچلو ٩۴٠٠ هوایي بریدونه کړي دي چې عراقي ځواکونو ته یې ورو ورو د ښارونو، مواصلاتي لارو او تاسیساتو د بیرته نیولو زمینه برابره کړې ده.

خو دغه جگړه چې تر ډیره له هوا څخه کیږي په ټوله سیمه یې اثر کړی، په میلیونونو کسان بې ځایه شوي او د عراق نقشه یې بدله کړې ده.

د امریکا پر مشرۍ ایتلافي ځواکونه اټکل کوي چې د ٢٠١۴ کال د اگست په اتمه د هوایي بریدونو د پیل راهیسې داعش په عراق کې خپله ۴٠ فیصده خاوره چې نیولی یې وه، له لاسه ورکړې ده. خو په داسې حال کې چې د ایتلاف هوایي بریدونو کردي او عراقي ځواکونو ته د پرمختگ زمینه برابره کړې په ډیرو مواردو کې نتیجه ویجاړي او بربادي ده.

د مخمور پوځي اډه د جگړې د لومړی لیکې د ساحو څخه وه چې د ٢٠١۴ کال په اگست کې داعش د کردستان د مرکز اربیل ښار ٣٠ کیلو میترۍ ته ورسید. د درې ورځنیو هوایي بریدونو وروسته د اربیل په لور د داعش پرمختگ ورو شو او کردي ځواکونو د مخمور پوځي اډه بیرته ونیوله.

اوس دادی دوه کاله وروسته د داعش پر ضد جگړه د دجله سیند لویدیځ ته د نینوا ولایت په لور غزیدلې او د مخمور اډه د جگړې لومړی لیکه نه بلکې د داعش پر ضد جگړې لپاره د یو مرستندویه مرکز په توگه کارول کیږي.

په ٢٠١۴ کې کله چې جمهور رئیس بارک اوباما د هوایي بریدونو امر وکړ ویې ویل چې "زه به اجازه ور نه کړم چې د امریکا متحده ایالات په عراق کې په بله جگړه کې ښکیل شي" او زیاته یې کړه چې "امریکایي محاربوي سرتیري به بیا په عراق کې جگړې ته ونه لیږل شي".

دا په داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځ پنتاگون اعلان وکړ چې شاوخوا ۴٠٠ امریکایي سرتیري به د موصل ښار جنوب ته ولیږدول شي چې د عراق د دوهم ستر ښار د نیولو په عملیاتو کې مرسته وکړي. دوی د ٥٦٠ اضافي سرتیرو له ډلې څخه دي چې تیره میاشت ښاغلي اوباما د عراق ماموریت ته د هغوی استول ومنل.

د امریکا د دفاع وزارت وایي اوس شاوخوا ٣٨٠٠ امریکایي عسکر په عراق کې دي چې په دې شمیره کې هغه په سلگونو نور سرتیري شامل نه دي چې د موقتي ماموریت لپاره استول شوي.

په داسې حال کې چې د موصل عملیات په مخ کې دي، په زیات لگښت د تر سره شویو دوه کلنو بریاو اثرونه څرگند دي.

د موصل شمال ته د ایزدي قبیلې کوچنی ښار سنجر نهه میاشتې دمخه کردي ځواکونو بیرته ونیو، خو لا هم کنډواله دی. په داسې حال کې چې سنجر "آزاد" شوی خو ددې ښار د اوسیدونکو اکثریت اوس هم د عراق په شمال کې په کمپونو کې ژوند کوي.

پنتاگون وایي چې په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د هوایي بریدونو د پیل راهیسې ٥٥ ملکي وگړي وژل شوي دي. خو د بشري حقونو ډلې او مرستندویه ټولنې وایي چې دا شمیرې کمې ښودل شوي دي. د ایروارز په نامه پروژه چې د داعش پر ضد د هوایي بریدونو په اړه پلټنه کوي وایي لږ تر لږه ١٥٦٨ ملکي وگړي د ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان د کردانو پشمرگه ځواکونه د داعش څخه د عربانو د کلیو د نیولو پر وخت د زرگونو کورونو په ورانولو ملامتوي او وایي چې دا کار په دې خاطر شوی چې عربان بیرته خپلو سیمو ته راستانه نه شي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د عراق په گوټ گوټ کې درې عشاریه دوه میلیونه وگړي بې ځایه شوي دي. اکثر بې ځایه شوي خلک د خپلې راتلونکې په هکله اندیښمن دي او وایي چې "راتلونکې ورته تیاره او ناڅرگنده بریښي".