افغان هوایي ځواکونه د خپل هیواد دفاع ته تیار دي؟

امریکا په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان د هوایي ځواک پر بیرته جوړولو ۸ میلیارد ډالر مصرف کړي دي.

افغان هوایي ځواکونو په ۲۰۰۷ کې ۲۰ څرخي الوتکې درلودلې خو اوس ۱۱۸ لري. ټاکل شوې چې دغه شمیر به د ۲۰۲۳ کال پورې دوه برابره شي.

افغان امنیتي ځواکونه دا مهال په ګڼو عملیاتونو کې د سرتیرو د تجهیز دنده پر مخ بیایي او د جګړې له میدان څخه زخمیان لیږدولو کې برخه اخلي.

نظامي کارپوهان وایي چې د ټولو پرمختګونو سربیره به افغان امنیتي ځواکونه د کلونو پورې د امریکا مرستو ته ضرورت ولري.

د امریکایي ځواکونو مرستو باندې د افغان ځواکونو دغه اړتیا ښايي چې ډانلډ ټرمپ په خپلو پالیسیو باندې یو وار بیا غور کولو ته مجبوره کړي.

اوس هم د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونه په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو په پرتله ډیره ونډه اخلي. یواځې په تیر کال کې د ائتلاف ځواکونو ۶۵۰۰ هوایي حملې کړې وې.

د تیر میلادي کال د جون په میاشت کې یې د هوا له لارې په لومړي ځل اکمالات وکړل او د مارچ په میاشت کې یې په جګړه کې لومړی لیزري بم وغورځوه.

د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه ستونزه ده چې افغان هوایي ځواکونه ورسره له ډیرې مودې لاس او ګریوان دي.

ملګرو ملتونو د تیر کال د جولای په میاشت کې ویلي و چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو ۵۲ سلنه مرګ ژوبله د افغان هوایي ځواکونو پورې تړلې ده.

افغان او امریکايي ځواکونه ویلي چې په د ملکي تلفاتو ستونزه په جدي ډول تعقیبوي او هر هغه ځاې کې عملیات نه کوي چیرته چې د ملکي وګړو د وژل کیدو امکان وي.