د اسلامې دولت د ډلې له خوا د کلورین گاز د استعمال ادعا

People listen to Democratic presidential candidate Hillary Clinton while she speaks during a campaign event at the Queens borough of New York, USA.

د امریکا اردو ویلي دي چې په دې اړه چې د اسلامي دولت د ډلي یاغیانو دي د عراقي قواو په مقابل کې د جگړې په وخت د کلورین گاز بمونه استعمال کړي وي، رپوټونه نه دي تایید شوي.

د پنټگان ویاند پرون د جمعې په ورځ وویل چې امریکایي چارواکو دغه ډول رپوټونه په امریکایي او عراقي مطبوعاتو کې لیدلي دي. مگر د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل چې « موږ داسي کوم ثبوت نه لرو چې دا کار دې ریشتیا وي.»

ښاغلي کربي وویل چې « د دغو رپوټونو د تاییدولو مسئولیت د کیمیاوي وسلو د منع کولو د سازمان په غاړه دی او د دغو آوازو تاییدول زموږ کار نه دی.»

مگر د کیمیاوي وسلو د منع کولو سازمان تیره میاشت ویلي و چې هغه داسي اطلاعات لري چي ښئي کلورین د دې کال په سرکې د سورې په کلیو کې د وسلې په توگه په منظمه توگه استعمال شوي دي. خو په هاگ کې دیره دغه سازمان ویلي دي چې دا نه ده ورته معلومه چې د هغه د استعمالولو مسئول څو ک دي.

د امریکایي او عراقي مطبوعاتو د بېلو بېلو معلوماتو له مخي یاغیانو دغه گاز تیره میاشت د بغداد شمال ته د بلد په ښار کې په عراقي پولیسو باندي د حملو په وخت په شلخي بمونو کې ایښی و چې ژیړ دود یې ولیدل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون د جمعې په ورځ وویل چې دا خبره تر اوسه لا نه ده تایید شوې، مگر هغه ډیره جدي ده. امریکایي چارواکي د مطبوعاتو د دغو وروستیو رپوټونو په هکله اضافي معلومات را غونډوي.

یو ډاکټر چې د سوریې د کوباني په ښارگوټي کې د کردي جنگیالیو علاج کوي په یوه تلیفوني مرکه کې د امریکا غږ کردي خپروني ته وویل چې ده په دې اونۍ کې د شلو تنو علاج کړی دی چې د کلورین زهري گاز نښي نښانې په کې ښکاریدې.

ډاکټر دارا محمد وویل چې هغه ناروغان چې د سه شنبې په ورځ ورته راوړل شوي وو، هغوی د تنفس مشکلات درلودل، سترگي یې د اوښکو ډکي وې، د سر درد ورته پیدا و، د خولې شونډان یې پړسیدلي وو، خوا یې گرځیده او په پوستکي باندی یې سرې لکې پیدا شوي وې.

په عراقي مطبوعاتو کې ویل شوي دي چې د اسلامي دولت د ډلي یاغیانو د سیپټیمبر په میاشت کې د بغداد لویدیځ ته په سقلاویا کې د پوځ په یوې اډې باندي د حملې په وخت کلورین گاز استعمال کړی و.