داعش افغان ماشومانو ته د افراطیت درس ورکوي

داعش د ننګرهار په او اچین او کوټ ولسوالیو کې مدرسې جوړ کړې دي

که څه هم افغان حکومت ادعا کوي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش له پوځي اړخه له ماتې سره مخامخ ده خو د ننګرهار په ولایت کې سیمیز چارواکي او خلک وايي چې دغې ډلې تر خپل ولکې لاندې سیمو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو شمېر چارواکو او اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي چې داعش د دغه ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې لږ تر لږه اته ښوونځي او مدرسې لري، چې پکښې ماشومانو ته د افراطیت زده کړې ورکول کيږي.

دغه چارواکي او اوسېدونکي، د امنیتي ملحوظاتو له مخې نغواړي چې نومونه یې خپاره شي.

هغوی وايي، په دغو ښوونځیو او مدرسو کې نجونې هم درس وايي خو، وخت یې د هلکانو نه جلا دی. د سرچینې په وینا د دغو ښونځیو ښوونکي دوه ډوله معاشونه اخلي، هم د افغانستان د پوهنې وزارت او هم د داعش له ډلې نه.

کارپوهان وايي د داعش راتلونکی نسل به تر اوسني ډېر خطرناک وي

د ننګرهار په اچین کې هم داعش پنځه مدرسې لري او ماشومان اړ باسي چې په کې درس ووايي. داعش کورنیو ته ویلي که یې ماشومان د زده کړو لپاره مدرسو ته وانه استول، جریمه به شي.

ځانمرګي ماشومان

چارواکي او شننونکي وايي داعش چې په هرې سیمې کنترول ولري، خپلې مدرسې هم پکې فعالوي. دغې ډلې د عراق د موصل ښار د نیول کېدو په لومړۍ ورځ تعلیمي نصاب لغوه کړ او خپل افراطي نصاب یې وټاکه.

په موصل کې د کردستان د ډیموکراتیک ګوند د مرکزونو مشر، عصمت رجب وايي "داعش په خپلو مدرسو او ښوونځیو کې ماشومانو ته د وسلو د استعمال لارې چارې ښيي. که کوم ښوونکي د داعش د نصاب مخالفت وکړي، نیول کیږي او وژل کیږي. په دغو مدرسو کې ځونانو ته د ځانمرګږ بریدونو چل هم ورښودل کیږي".

داعش خلکو ته ویل که ماشومان یې مدرسې ته ونه لیږل، جریمه به شي

ښاغلي رجب وویل "مخکې به د داعش ډېر ځانمرګي بهرنیان وو، خو اوس د هغوی اکثریت د موصل ځوانان دي".

داعش د دغو افراطي زده کړو لپاره یو شمېر عراقي ماشومان سوریې ته انتقال کړي دي.

داعش ماشومانو ته د خپلو پیغامونو د رسولولو لپاره په انټرنټ او ټولینزې رسنیو کې په لسګونو ژبو باندې پیغامونه او شعارونه خپاره کړي دي. د سوریې په دیرالزور کې د یو ښوونځي پخوانۍ استاده وجیهه وايي داعش په دغه کار سره " راتلونکی نسل تر داعش هم افراطي روزي".

داعش په خپلو مدرسو کې ځوانانو ته د ځانمرګي برید چل هم ښيي

دغه ښوونکې چې اوس په ترکیه کې د کډوالو په یوه کمپ کې ماشومانو ته درس ورکوي، امریکا غږ ته وویل داعش " پر ماشومانو ځکه پانګونه کوي، چې په سیمه کې یې اغیز د ډېر وخت لپاره پاتې وي. هغوی یوازې ماشومان خپلو لیکو ته نه جذبوي، بلکې هغوی ته خپل افراطي فکر او نظر هم ورانتقالوي".

د جورجیا ایالت د پوهنتون یو محقق " داعش څنګه پر ماشومانو منفي اغیز کوي، " تر اغیز لاندې خپل یو راپور کې لیکلي چې داعش تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلافت خولۍ -چتر- په نامه د ماشومانو لپاره د زده کړو کمپونه جوړ کړي دي.