اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو د کنفرانس په څنډه کې د توریکا غونډې امکان

اسلام آباد کې د اسلامي هیوادونو فوق العاده غونډه کیږي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د کنفرانس د غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه د توریکا د غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د دې غونډې د جوړیدو په هکله څه نه دي ویلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په مسکو کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د کنفرانس د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې ورځې د فوق العاده غونډې په څنډه کې په پام کې ده، چې د توریکاغونډه هم جوړه شي.

میرمن زخاروا وویل، چې په دې غونډه کې به د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مدیر او افغانستان لپاره د دغه هیواد ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د روسیې په استازیتوب برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې افغانستان لپاره د روسیې، چین، امریکا او پاکستان ځانګړي استازي به د توریکا په غونډه کې د افغانستان په وضعیت خبرې وکړي. خو د امریکاغږ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره د څو ځلي تماس نیولو سره سره مو په دې اړه د دغه وزارت دریځ ترلاسه نه کړی شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د کنفرانس د اولسمې فوق العاده غونډې په باب خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال په دې اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې د افغانستان له اړخه به څوک د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په فوق العاده غونډه کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي، چې تراوسه، چې د روسیې په نوښت د توریکا د غونډو بهیر څومره غونډې کړي کومه پایله یې نلرله.

د سیاسي چارو یو کارپوه شهزاده مسعود وویل: "زما په اند اوس نړیوالې ټولنې ته او افغانستان موجوده حکومت دواړو ته په کار دي، چې د خپل لورې څخه انعطاف وکړي او د افغانستان سره په یو مثبت تعمل کې راشه درشه وکړي. زه فکر کوم، چې اوس وخت د دې دی، چې افغانستان هم په خپلو پالیسو کې مثبت تغیر راولي او نړیواله ټولنه هم مثبت تغیر راولي ترڅو وکولی شو، چې نړۍ سره راشه درشه ولرو او په عین زمان کې افغانستان د دې جوګه شي، چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپیژني".

د سیاسي چارو یو بل کارپوه احمد سعیدي وايي، چې توریکا د اسلام اباد دا غونډه د نورو دغسې غونډه په څیر یوه غونډه ده.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه وحیدالله غازي خیل وايي، چې تمه داده، چې د توریکا په غونډه کې به تر ډیره په افغانستان کې د بشري وضعیت اړوند مسلو خبرې وشي. وحیدالله غازي خیل وویل، چې افغانستان وضعیت یو داسې ناروغ ته ورته دی، چې په عاجل ډول عملیات ته اړتیا لري، خو د عملیات فرصت ورته نشي برابریدلی.

د توریکا تیره غونډه د تیر نوامبر په میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه. د توریکا د تیرې غونډې په ګډې اعلامیې کې ویل شوي وو، چې د توریکا بله غونډه به په چین کې جوړه شي.