د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په لمړني ځل په پښتو ژبه کې ټویټ کړیدی او په ټولنیزو رسنیو پرې بیلا بیلې تبصرې شویدي.
جنرال اصف غفور په دغه ټویټ کې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه او زیاتوي چې پاکستان هیله لري په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانستان او ناټو کوښښونه کامیابه شي.
د پاکستان د فوج مشر ارمي چیف له افغانستان اولسمشر اشرف غني په خصوصي توګه دعوت ورکړی دی۔ پاکستان خواهش لري چې د افغانستان او امریکا / نیتو د افغان امن دپاره کوششونه کامیاب شي۔
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) June 12, 2018
د جنرال اصف غفور ټویټ چې تروسه شاوخوا څلور زرو کسانو خوښ او شریک کړیدی، په پښتو ژبه کې د دغه رسمي ټویټر نه لمړنی ټویټ دی. د دی نه څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند د خپل شخصي ټویټر نه د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته د بنگله دیش نه سیریز د گټلو مبارکي هم په پښتو کې ورکړي وه.
د پوځ د ویاند په ټویټ تبصرې او ځوابي ټویټونه
د پوځ د ویاند د ټویټ په ځواب کې د هغه د پیغام نه زیات د هغه په پښتو ژبې کې د ټویټ په اړه تبصرې شویدی.
ځینو کسانو یې هرکلې کړیدی او ځینو ورته بیا د پښتو د صحیح ټکو د کارولو مشورې ورکړي.
په فلوریډا کې میشت د پیښور سره تعلق لرونکی د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي هم یو د هغو کسانو و چې اصف غفور ته یې د صحیح پښتو کارولو ویلي. هغه لیکي
Mashar and Chief mean the same thing. Army chief is سر لښکر in Pashto. #ResponsibleUse #Twitter #Language101 😏 https://t.co/OhRkLlDCFc
— Mohammad Taqi (@mazdaki) June 12, 2018
همدغه ډول ځیننو کسانو دا د پښتو ژبې لپاره مهم بللې دي.
د ټویټر یو بل کارونکی زرعلي افریدي د پوځ د ویاند د پښتو ټویټ په اړه لیکلي چې دا د PTM یعني د پښتون ژغورنې تحریک برکت دی چې د پوځ ویاند په پښتو کې ټویټ ته اړ شوی. هغه لیکي چې منظور پښتن ته دې مبارک شي چې پښتانه یې د هغوي د حقونو په اړه خبر کړو. پښتون تحریک د پاکستان لپاره یوه بلا ده چې هغوي یې اوس دیته مجبوره کړو چې په پښتو کې ټویټ وکړي.
Well done @manzoorpashteen of educating pashtun for their rights. PTM is a nightmare for Pakistan state which forced ISPR spokesman to tweet of congratulation to Afghanistan in pashto language
— Zar Ali Khan Afridi (@ZarAliAfridi) June 8, 2018
د پښتون ژغورنې تحریک یو ملاتړی او د پښتنو د حقونو مبارز عابد ریاض امریکا غږ ته وویل، چې د پي ټي ایم د مبارزې له کبله د پاکستان پوځ تصور ته زیان رسیدلی دی. هغه زیاتوي
" د پاکستان پوځ اوس خپل تاکتیک بدل کړی چې هدف يې د افغانستان پښتانه دي. اوس مثبتې خبرې کوي. هغه ورځ د بنګلا دېش پر ضد د افغانستان د کرکټ په بریا يې پښتو ټویټ وکړ چې افغانستان کې ډېر مشهور شو. ډېرو خلکو وستایه خو ځینو وغانده. ښايي د دغه بریالي تویټ له امله يې فکر کړی وي چې دا چل ښه دی نو اوس يې افغانستان کې د خبرو اترو په اړه هم ټویټ کړی دی."
د پښتون ژغورنې تحریک د پاکستان د حکومت او ادارو نه د نورو غوښتنو ترسنگ دا غوښتنه هم کړیده چې د پښتنو د کلتور او ژبې سپکاوې دی نور نه کوي.
د پاکستان رسمي ژبه اردو ده خو د پاکستان د پوځ ویاند په اردو ژبه کې هم تروسه ټویټوونه نه دي کړې.
د یادونې وړ ده چې د ٢٠١٧ کال د سرشمیرنې په اساس د پاکستان ټول ټال نفوس ٢١١ ملیونه دي. د دغو یې ١٥٪ پښتانه دي.