د اسرائیل د استخباراتو د ملي ادارې (موساد) مشر، ډیویډ بارنیا، وایي چې اسرائیل به ایران ته اجازه ورنکړي چې خپل اټومي پروګرام بیا فعال کړي.
ډیویډ بارنیا دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر۱۶) په یوې غونډې کې چې د موساد د ۱۲کارکوونکو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه وکړې او ویې ویل چې"ایران د اسرائیل د له منځه وړلو لپاره خپله اراده نده پرېښې".
په غونډې کې د اسرائیل ولسمشر، اسحاق هرتزګ او لمړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، هم ګډون کړی و.
د اسرائیل د لمړي وزیر د دفتر په وېب پانې کې ویل شوي چې په دې غونډې کې د موساد مشر په ایران باندې د اسرائیل د "حیرانوونکي" برید په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې "د ایت الله رژیم په داسې حال کې له خوبه ویښ شو چې ویې موندل ایران په بشپړ ډول خلاص او په بشپړ ډول د لاسرسي وړ دی".
خو د موساد د مشر په وینا، ایران بیا هم د اسرائیل د له منځه وړلو اراده نده بدله کړې.
ډیویډ بارنیا وویل: "ایران ګمان کوي چې کولای شي نړۍ یوځل بیا وغولوي او یوه بله بده اټومي هوکړه عملي کړي. موږ نه اجازه ورکړې او نه به اجازه ورکړو چې داسې یو توافق رامنځ ته شي."
د اسرائیل د استخباراتو مشر ویلي چې ایران "د اسرائیل له منځه وړل په خپل بیرغ کې حک کړي، د اټومي وسلو د جوړولو په پروسه کې یې نړۍ غولولې ده، او یورانیم یې دومره غني کړي دي چې د پوځي اټومي وړتیا ترلاسه کولو له غوښتنې پرته بل هیڅ وضاحت نلري" او "هرڅومره ژر چې اجازه ورکړل شي [د اټومي وسلو تولید] حد به ورسي."
بارنیا زیاته کړې چې د اټومي بم جوړولو مفکوره "لا هم د دوی په ذهنونو کې ده. زموږ مسوولیت دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو اټومي پروژه، چې د امریکایانو سره په نږدې همکارۍ کې په مرګوني ډول زیانمنه شوې وه، هیڅکله بیا فعاله نشي."
د ایران حکومت ټینګار لري چې اټومي پروګرام یې سوله ایز دی او د اټومي بم جوړولو هوډ نلري.
د اسرائیل او ایران د ۱۲ورځني جګړې په مهال، متحدو ایالتونو د روان کال د جون په ۲۱مه نېټه د "نیمې شپې څټک" په نوم عملیاتو کې د ایران په فردو، اصفهان او نطنز کې د دغه هېواد په دریو عمده اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
ولسمشر ټرمپ له دغو عملیاتو وروسته د ارزونو په اساس وویل چې دا تاسیسات په بشپړ ډول نابود شوي دي او خبرداری یې ورکړی و چې "که اړتیا وي، موږ به بیا (برید) وکړو!".