اسراییل: ایران مدیترانې ته جنګي کښتۍ انتقالوي

اسراییل: ایران مدیترانې ته جنګي کښتۍ انتقالوي

اسراییلو ویلي چې ایران په داسې یوه خطرناک پلان لاس پورې کړی چې غواړي د سویس د کانال له لارې د مدیترانی ساحل ته دوه جنګی کښتۍ تیری کړې چی د ١٩٧٩ اسلامی انقلاب راهیسی دا د ایران لومړی داسی یو اقدام دی.

د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتان یاهو نن خپلی کابینی ته دا خبری وکړی او د سویس د کانال نه د ایرانی کښتیو تیریدل یی د ایران داسی یو اقدام وباله چی غواړی په سیمه کی د بی ثباتیو په وخت خپله اغیزه خوره کړي.

د سویس د کانال چارواکیو ویلی چی د ایران باربری کښتۍ به د دوشنبی په ورځ ورورسیږی چی سوریی ته به ولاړی شی

د مصر نویو پوځي چارواکیو د ایران د دوو کښتیو د تیریدو دا غوښتنه که څه هم د دواړو ملکونو ترمینځ اړیکی د څو لسیزو راهیسی خړی پړی دی د تیری جمعی په ورځ منظور کړی وه .

ښاغلي نتان یاهو وویل چی اسراییل په سیمه کی د زیاتیدونکي خطر احساس کوی او په همدی خاطر به خپله دفاعی قوه زیاته کړی. اسراییل په دی نظر دي چی ایران ورته یو غټ ګواښ دئ ځکه چی ایران په وار وار ویلی چی اسراییل باید د نړۍ د نقشی نه ورک شي او هم اسراییل وایی چی د ایران اټومی پروګرام د اټومی وسلو د جوړولو په منظور دئ ، خو ایران وایی چی د هغوی اټومی پروګرام سوله ایز دئ.