”لبنان او اسراییل، چې د اسراییل او د حزبالله ډلې ترمنځ په شخړه کې ښکېل دي، موافقه کړې چې هغه اوربند چې د اپریل په ۱۶مه نافذ شوی و، د درې نورو اوونیو لپاره وغځوي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبره د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د لبنان او اسراییل له سفیرانو سره د لیدنې پر مهال اعلان کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل“موږ د لبنان له لوړپوړو چارواکو او د اسراییل له لوړپوړو چارواکو سره ډېر ښه ملاقات درلود. موږ فکر کوو چې د لبنان ولسمشر او د اسراییل لومړی وزیر به په راتلونکو څو اوونیو کې دلته راشي. هغوی د درې نورو اوونیو لپاره د اوربند سره موافقه کړې ده—یعنې نورې ډزې نه کېږي. راځئ وګورو، هیله لرو چې دا عملي شي. دا کار د دوی ترمنځ کېدای شي، خو هغوی باید د حزبالله موضوع هم په پام کې ولري.”
دغه اقدام د دواړو ګاونډیو هېوادونو مشرانو ته فرصت ورکوي چې په سپینه ماڼۍ کې د سولې لپاره خبرې وکړي.
دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې د اسراییل او لبنان سفیران د امریکا تر منځګړیتوب لاندې په واشنګټن کې سره ویني، څو د لسیزو شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې غواړي د اسراییل او لبنان مشران په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې دا مهم پرمختګ د ولسمشر ټرمپ له مستقیمې ونډې پرته ممکن نه و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو هم، وویل چې اسراییل او لبنان دواړه سوله غواړي، خو دواړه هېوادونه د حزبالله ډلې له امله، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، “قرباني” شوي دي.
په ورته وخت کې په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي وويل “د لبنان او اسراییل خلک ګاونډیان دي او غواړي یو له بل سره ښه ژوند وکړي“ د هغه په وینا ستونزه نه لبنان دی او نه اسراییل ، ستونزه حزبالله ده.
په واشنګټن کې د اسراییل سفیر، یخیل لایتر، وویل چې هېواد یې له لبنان سره سوله او د اسراییلو خلکو ته امنیت غواړي.هغه وویل “موږ هیله لرو چې د ستاسو (ټرمپ)تر مشرتابه لاندې، وکولای شو په ډېر نږدې راتلونکي کې د اسراییل او لبنان ترمنځ سوله رسمي کړو.”
هغه زیاته کړه چې اوس چې ایران کمزوری شوی، نو دا احتمال شته چې لبنان له هغه څه څخه “آزاد” شي چې ده د ایران نفوذ وباله.
په واشنګټن کې د لبنان سفیرې، ندا حماده معوض، د ولسمشر ټرمپ له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې د هغه په ملاتړ به وکولای شي لبنان بیا ورغوي.
د اسراییل او لبنان مشران تر دې مخکې په داسې لوړه کچه په ښکاره ډول سره نه دي لیدلي.