اسرائیلي او لبناني مذاکره کوونکو د چهارشنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د امریکا په منځګړیتوب ددوهمې ورځې خبرو ته کښیناستل.
دا خبرې د سولې د تړون هغه کاري چوکاټ د تطبیق یوه برخه ده چې تیره میاشت پرې موافقه شوې وه.
په هوکړې کې د اسرائیلي ځواکونو څخه غوښتل شوي چې د لبنان له جنوبي سیمو ووځي، او پر ځای به یې لبناني امنیتي ځواکونه کنټرول په لاس کې واخلي او په دغو سیمو کې به د حزبالله د بېوسلې کولو بهیر پر مخ بوځي. امریکا حزبالله یوه ترهګره ډله ګڼي.
دغه خبرې د روم په ښار کې د امریکا په سفارت کې روانې دي او تمرکز یې پر دوو ازمایشي سیمو دی چې په هغو کې به د اسرائیلي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعار د سېشنبې په ورځ وویل: «موږ چمتو یو چې په دغو دوو ازمایشي سیمو کې د هوکړې د عملي کولو بهیر مخته یوسو. هیله لرم او باور لرم چې په روم کې ددې پړاو خبرې به پرمختګ رامنځته کړي. دا یوه تاریخي او مهمه پروسه او د پرمختګ یوازینۍ لاره ده. موږ به په روم کې خپل نېک نیت په ډاګه کړو.»
د لبنان د ولسمشر جوزف عون دفتر ویلي، نوموړي لبناني پلاوي ته سپارښتنه کړې چې له هر ډول نورو بحثونو مخکې د ازمایشي سیمو څخه د اسرائیلي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړي.
د روان کال د مارچ په دویمه نېټه، حزبالله د لبنان له خاورې د اسرائیل شمال ته توغندي وتوغول. دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد هوايي بریدونه وکړل. ایران د حزبالله ملاتړ کوي.
اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په لبنان کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، او اوس هم د لبنان په خاوره کې شاوخوا لس کیلومتره ژوره سیمه د امنیتي حایل یا بفر زون په توګه تر خپل کنټرول لاندې لري. اسرائیل وايي، د دې اقدام هدف د حزبالله د احتمالي بریدونو مخنیوی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د مارچ میاشتې راهیسې له څلور زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي، خو وزارت نه ده څرګنده کړې چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو که ترهه ګر.
په همدې موده کې، د رپوټونو له مخې، د حزبالله په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ اسرائیلي سرتېري او څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.