ایزنکوټ د اسرائیل د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره خبرې پیل کړې

د اسرائیل د منځلاري ګوند «یاشار» مشر ګادي اېزنکوټ د دغه هېواد د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره له سیاسي ګوندونو سره خبرې پیل کړې دي. نوموړي وروسته له هغې د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅې پیل کړې چې د تېرې میاشتې د پارلماني ټاکنو د پایلو له مخې د اسرائیل ولسمشر د حکومت د جوړولو دنده ور وسپارله.

اسرائیلي رسنیو د یاشار ګوند د یوې اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې اېزنکوټ د دوشنبې په ورځ (نومبر نهمه) د ښي اړخي ګوند «یسرائیل بیتینو» له مشر اویګدور لیبرمن سره لیدلي دي. لیبرمن د اېزنکوټ د هغه هڅې ملاتړ کوي چې غواړي د موقت صدراعظم بنیامین نتنیاهو حکومت پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر د ۲۷مې نېټې له ټاکنو نه نهه ورځې مخکې په ټولنیزې رسنۍ کې د نتنیاهو ملاتړ کړی و. ټرمپ ویلي وو چې له نتنیاهو پرته بل هر څوک به د اسرائیل د رهبرۍ لپاره ناسم انتخاب وي. هغه غوښتل چې نتنیاهو د ایران د اټومي وسلو د پروګرام د له منځه وړلو لپاره د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې پوځي هڅې بشپړې کړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اېزنکوټ او د نتنیاهو ترمنځ د اسرائیل د راتلونکي حکومت د مشرتابه سیالي له نږدې څاري. نوموړي زیاته کړه چې دواړه سیالان يو ډول سیاسي نظرونه لري او د هغه د ولسمشرۍ پیاوړي ملاتړي دي.

د اېزنکوټ او لیبرمن د دوشنبې ورځې له لیدنې وروسته، د یاشار ګوند په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو د یوه باثباته حکومت د جوړولو پر وړتیا بشپړ باور څرګند کړ، داسې حکومت چې څلور کلنه دوره بشپړه کړي.

خو په اعلامیه کې نه دي روښانه شوي چې دوی به څنګه په ۱۲۰ کسیزه پارلمان کې د لږ تر لږه ۶۱ څوکیو اکثریت ترلاسه کړي. د اېزنکوټ او نورو هغو یهودي منځلارو او کیڼ اړخو ګوندونو چې د صدراعظم د بدلولو غوښتونکي دي، په ټاکنو کې ټولټال ۴۸ څوکۍ ګټلې دي.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د یکشنبې په ورځ اېزنکوټ ته د حکومت د جوړولو رسمي دنده وسپارله. هرزوګ وویل، د ټولو ټاکل شویو ګوندونو له مشرانو سره تر مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې اېزنکوټ د حکومت د جوړولو تر ټولو ښه چانس لري.

اېزنکوټ د نتنیاهو مخالفو یهودي ګوندونو د ۴۸ څوکیو ترڅنګ، د دوو عربي ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه کړی چې په ټاکنو کې یې ۱۹ څوکۍ ګټلې دي. په دې توګه، د هغه د نوماندۍ ملاتړ د ۶۷ څوکیو لرونکو ګوندونو کړی دی.

عربي ګوندونه په اسرائیلي پارلمان کې ډېر کم د یهودي ګوندونو په مشرۍ ایتلافي حکومتونو کې برخه اخلي. د اسرائیل د عربي لږکیو د حقونو او مکلفیتونو او له عربي اسلامپالو وسله‌والو ډلو سره د اسرائیل د جګړې په اړه د نظر اختلافونه د دې کار مهم لاملونه دي.

دوه عربي ګوندونه چې په تېرو ټاکنو کې بریالي شوي، وايي چې د اېزنکوټ ملاتړ یې ځکه کړی چې غواړي د نتنیاهو واکمني پای ته ورسېږي.

اېزنکوټ څلور اوونۍ وخت لري چې حکومت جوړ کړي او کولای شي له ولسمشر څخه دوې نورې اوونۍ هم وغواړي. که بریالی نه شي، ولسمشر کولای شي د بل ګوند مشر ته د حکومت جوړولو دنده وسپاري.

که دویم نوماند هم بریالی نه شي، پارلمان درې اوونۍ وخت لري چې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره یو وکیل د حکومت د مشر په توګه وټاکي. که پارلمان په دې کار کې پاتې راشي، نوې ټاکنې به ترسره شي او نتنیاهو به تر هغې د موقت صدراعظم په توګه پاتې شي.

اېزنکوټ د یکشنبې په ورځ د حکومت د جوړولو د دندې د منلو پر مهال وویل: «زه به د ملي بېړني حالت د یوه حکومت د جوړولو مشري وکړم. د دې لپاره به نوښتګرو او له دود څخه بهر سیاسي اقداماتو ته اړتیا وي. اسرائیل دومره وخت نه لري چې سیاسي بهیر اوږد کړي یا د ټاکنو بې‌پایه پړاوونه تکرار کړي.»

هغه د خپل ماموریت د ستونزو په اړه وویل: «موږ ښايي د اسرائیل د دولت له جوړېدو راهیسې په تر ټولو پېچلي سیاسي وضعیت کې یو. هېڅوک به ونه شي کولای خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او له موږ ټولو څخه به د جوړجاړي غوښتنه کېږي.»

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په یوه خپره شوې ویډیو کې د اېزنکوټ د حکومت جوړولو د ماموریت په اړه غبرګون وښود. هغه وویل، د یووالي حکومت جوړولو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې مشري یې دی وکړي.

نتنیاهو ټینګار وکړ چې د هغه ګوند «لیکود» باید د راتلونکي حکومت مشري وکړي، ځکه په ټاکنو کې یې د پارلمان د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې، یعنې ۲۷ څوکۍ ګټلې دي چې د اېزنکوټ د یاشار ګوند په پرتله شپږ څوکۍ زیاتې دي.

نتنیاهو همداراز وویل، د ده د وړاندیز شوي یووالي حکومت برخه باید د هغه د پخواني ایتلاف ټول ګوندونه وي، چې سخت ملتپال او د افراطي ارتدوکس یهودانو ګوندونه هم پکې شامل وو. دغو ګوندونو په ټاکنو کې ۵۳ څوکۍ ګټلې دي، چې د اېزنکوټ د بدلون غوښتونکي ایتلاف تر شمېر زیاتې دي، خو بیا هم د اکثریت لپاره بسنه نه کوي.