اسرائیل د جمعې په ورځ (د مارچ شپږمه) د لبنان په پلازمېنه، بیروت، کې تازه هوایي بریدونه کړي او د لبنان په بقا دره کې یې د خلکو د وتلو نور خبرداري هم ورکړي دي.
په لبنان کې تازه بریدونه په داسې حال کې شوي چې اسرائیل د حرب الله ترهګرې ډلې په وړاندې خپل پوځي کمپاین ته شدت ورکړی.
د اسرائیل هوایي ځواکونو ویلي چې د دې کمپاین له پیل راهیسې، د بیروت په سوېلي برخه، دهیا، کې یې ۲۶ ځله بریدونه کړي. دا سیمه له ډېر پخوا د حزب الله یو سنګر بلل کیږي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې د تېرې شپې په بریدونو کې د حزب الله د اجرایوي شورا مرکزونه، د هوایي وسایطو یوه ډيپو او د حزب الله د پوځي بنسټونو لس ودانۍ په نښه کړي دي.
د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په سوېل کې د حزب الله د توپخانې مشر، زید علي جمعه، یې وژلی.
اسرائیلي ځواکونو ویلي چې زید پر اسرائیل باندې د توغندیو، میزایلونو او بې پیلوټه الوتکو د توغولو مسوول و. د اسرائیل د امنیتي ځواکونو ویاند، برید جنرال ایفي دېفرین، ویلي چې د بریدونو له پیل راهیسې، د حزب الله څه باندې ۷۰ غړي وژل شوي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې راهیسې، ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ تنه نور ټپیان شوي دي. خو معلومه نه ده چې په دې شمېرو کې څو تنه ملکیان او څو تنه وسلوال شامل دي. د اسرائیل د پوځ په وینا، په زرګونه کسان ځایه شوي دي.
د لبنان لومړي وزیر، نواف سلام، د جمعې په ورځ وویل چې هېواد یې په یو داسې شخړه کې ښکېل کړای شوی چې "نه موږ غوښتل او نه زموږ خوښه وه".
د لبنان کابینې د روانې اونۍ په پیل کې د حزب الله پر پوځي فعالیتونو بندیز اعلان کړ او د هغه هېواد امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د لبنان له خاورې څخه د توغندیو او ډرونونو د توغېدو مخه ونیسي.
متحده ایالتونو په ۱۹۹۷ کې حزب الله یو بهرنی ترهګر سازمان ونوماوه.