اسرایلي پولیسو یو امریکايی وژلی دی

د اسرایلو پولیسو یو امریکايي وروسته له هغه نه ووژی چې نوموړي د ایلات په ښار کې په یوه هوټل کې ډزې وکړې او یو کس یې ووژی.

چارواکي وايي چې یادشوي امریکايي د ۲۰ نه پورته عمر درلودی او د یوه امنیتي کس څخه یې وسله غلا کړې وه او د هوټل کارمند یې وویشي چې نوموړی ځای پر ځای مړ شو.

پولیس وايي چې برید کونکی وروسته د هوټل آشپز خانې ته ولاړی او غوښتل یې چې د پولیسو سره مزاکرات وکړي خو د پولیسو د افسرو له خوا ووژل شو.

پولیسو د دغه برید لامل نه دی څرګند کړی خو ريپوټونه وايي چې برید کونکي یو وخت په هوټل کې کار کوی او د پېښې قرباني یې پېژندی.