د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې اسرائیل به تر هغه په غزه کې له خپلو اوسنیو مرکزونو څخه شاتګ ونه کړي، تر څو د حماس ډله په بشپړه توګه بېوسلې شوې نه وي.
نتنیاهو تیره ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، هغه وړاندیز چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د غزې د سولې د پلان د پلي کېدو لپاره وړاندې کړی، لا هم یوه مسوده ده او ده پرې وروستۍ هوکړه نه ده کړې.
نتنیاهو وویل: «موږ به له خپلو اوسنیو کرښو څخه شاتګ ونه کړو، څو حماس په بشپړه توګه بېوسلې نه شي.»
ټرمپ تېره پنجشنبه وویل چې د اکتوبر په میاشت کې د غزې د سولې د پلان د پلي کېدو په لور «یو مهم پړاو» بشپړ شوی دی. د دغه پلان له مخې، حماس باید خپلې وسلې کېږدي او اسرائیلي ځواکونه باید په څو پړاوونو کې له غزې ووځي.
خو د پلان د عملي کېدو پر وړاندې په چټکۍ سره د نظر اختلافات راڅرګند شوي دي. د اسرائیل د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې اسرائیلي ځواکونه به تر هغه په غزه کې له خپلو اوسنیو سیمو څخه ونه خوځېږي، تر څو د حماس ډله بېوسلې شوې نه وي او تونلونه یې له منځه نه وي تللي.
حماس بیا ټینګار کوي چې اسرائیل باید لومړی خپل بریدونه ودروي، او له هغې وروسته به د هوکړې د هغو برخو عملي کول پیل کړي چې د حماس له وسلو سره تړاو لري.
بلخوا، د ټرمپ د «سولې بورډ» چې د اوربند څارنه کوي، ویلي چې د غزې لپاره د دغه بورډ استازي نیکولای ملادینوف د دوشنبې په ورځ د اګست ۳مه له نتنیاهو او یو شمېر نورو اسرائیلي چارواکو سره «رغنده او مفصلې» خبرې کړې دي.
تر اوسه د اسرائیل او حماس ترمنځ د هوکړې د عملي کېدو پر مهالوېش او د دواړو لورو د ژمنو پر څرنګوالي اختلافونه د سولې د پلان د بشپړ پلي کېدو پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.