اسرائیل بیروت ته څېرمه د حزب الله ډلې پر اهدافو برید کړی

د اسرائیل پوځ ویلي چې د حزب الله ترهګرې ډلې د اسرائیل شمالي سیمو کې پر کلیو درې توغندي توغولي او له اوربند څخه یي سرغړونه کړې ده.

د اسرائیل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کتز په یوې ګډې اعلامیې کې لیکلي: "د اسرائیل دفاعي ځواکونو اوس د بیروت په ضاحیه سیمه کې د حزب الله د ترهګرې ډلې پر ترهګرو اهدافو برید کړی چې دا برید د اسرائیل پر خاورې د حزب الله له خوا د توغندیو ویشتلو په ځواب کې شوی دی."

د لبنان رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې په ضاحیه کې یو اپارتمان په نښه شوی چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

لبناني امنیتي سرچینو وویل داسې ښکاري چې بمبارۍ هدفي وې او دوه بمونه غورځول شوي دي. د اسرائیل پوځ وویل چې د حزب الله د قوماندي په یوه مرکز يي "دقیق" برید کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت تراوسه د اسرائیل او لبنان د تازه شخړو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د روانې میاشتې په ترڅ کې اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړتوب په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. د هوکړې له مخې، اسرائیل موافقه کړې وه چې د بیروت پر جنوبي سیمو به بریدونه دروي او د حزب الله ترهګره ډله به هم پر اسرائیل بریدونه بندوي.

د حزب الله ترهګرې ډلې ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې پر اسرائیلي ځواکونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

تېره اونۍ، په ضاحیه کې د اسرائیل د پوځ برید، د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه رامنځته کړه.

د ایران ستر مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالبیباف په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په ضاحیه کې د اسرائیل برید ښکاره کوي چې متحده ایالتونه "د خپلو ژمنو د پوره کولو اراده یا وړتیا نه لري."

د اسرائیل او لبنان ترمنځ شخړې په داسې حال کې بیا راپورته شوې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه به نن د یکشنبې په ورځ [جون ۱۴مه] لاسلیک شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ [جون ۱۳مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې د هوکړې په اساس به ایران اټومي وسلې ونه لري او د هرمز تنګی به سمدستي پرانېستل شي.