ایټالیا او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علومو او فرهنګ سازمان (یونسکو) په افغانستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د مزار شریف د حضرت علي زیارت، چې د روضې شریف په نوم هم پېژندل کېږي، د بیړنۍ خونديکولو او بیارغونې پروژه پیل کړې ده.
د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت وايي، دغه پروژه د ایټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې او یونسکو په همکارۍ ترسره کېږي. د ۲۰۲۵ کال د نومبر په درېیمه د بلخ ولایت د ۶.۳ درجې زلزلې د روضې شریف ودانۍ ته پراخ زیانونه اړولي وو.
د چارواکو په وینا، زلزلې د دغه تاریخي کمپلکس بنسټونه، چتونه، منارو نه او د کاشيکارۍ ارزښتناکه تزئینات زیانمن کړي دي.
ایټالیا وايي، په مزار شریف کې به د بیارغونې هغه تګلاره وکارول شي چې مخکې یې د بامیانو په دره کې تجربه کړې ده. په دې پروژه کې به د کلتوري میراث ساتنه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره له مسلکي روزنې او د کاري فرصتونو له رامنځته کولو سره، په نظر کې ونیول شي.
ایټالیا او یونسکو وايي، د دې نوښت هدف یوازې د تاریخي ودانیو ساتنه نه ده، بلکې غواړي کلتور د ټولنیز پیوستون، د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا او اقتصادي پرمختګ لپاره یوه مهمه سرچینه وګرځوي.
روضې شریف د افغانستان له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد د تاریخي او مذهبي هویت له مهمو سمبولونو څخه دی.