د جلال آباد د پیښې د مړو شمیر ۴۰ رسیدلی

د جلال آباد د پیښې د مړو شمیر ۴۰ رسیدلی

افغان چارواکی وایی چی د جلال آباد په ښار کې په یوه بانک باندې په ځان مرگي حملې کی د مړیو شمیر لږ تر لږه څلویښتو تنو ته رسیدلئ دئ او په لس گونو نور زخمی شوي دي.

چارواکیو مخکی ویلی وو چی په دی حمله کی اتلس تنه وژل شوی ، هغوی زیاتوی چی یو شمیر وسله والو چی ځان مرگي واسکټ یی اغوستی وو پرون سهار د جلال آباد په ښار کی د کابل باتک په دفتر حمله وکړه او د څو ساعتونو لپاره یی د امنیتی ساتونکو سره جنگ وکړ.

په دی بانک کی د افغان پولیسو او پوځ د منسوبینو معاشونه اجرا کیږی. په دی پیښه کی ملکی او امنیتی منسوبینو ته چی د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره دی بانک ته ورغلي وو مرگ ژوبله اوښتی ده. طالبانو ددې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.

که څه هم نن ددغه پېښې دويمه ورځ وه، خو لا هم گڼ شمېر پوځيان او پوليس د پېښې په ځاى کې لاس په ماشه ولاړ وه د ښار په واټونو کې واړه ټانګونه او د پوليسو ګزمې ګرځېدې د پېښې ځاى ته هيڅ څوک هم نه پرېښودل کېده نږدې غرمه مهال ژورناليستان پدې وتوانيدل چې د پېښې ځاى ته لاړ شي د پېښې په ځاى کې د ښيښو او اوسپنو ټوټې پرتې وې د کابل بانګ ودانۍ ښېښې ټوټه ټوټه شوې وې د سړک تر غاړې هغه موټر هم سوى سکور پروت وه چې د پېښې په ځاى کې يې چاودنه وکړه.

دې چاودنې جلال آباد ښار و خوځاوه يو بل موټر هم چې ښيښې يې ماتې وې تر څنګ يې ولاړ و. د ښاروالۍ کارکوونکيو اوږدې جاروګانې او بېلچې په لاس کې نيولې وې د پېښې د ځاى په پاکۍ بوخت وو په ټانکرو کې راوړل شويو اوبو باندې په وينو سره سړکونه مينځل کېده دغو کارونکو ويل دوى د دغه سړک له مخه وينې او غوښې لرې کړې اوس هم لګيا وو او دغه وينې يې د سړک له مخه مينځلې .

د ننګرهار والي يو ځل بيا مطبوعاتو ته راښکاره شو او ويل يې د تېرې ورځې په پېښه کې د ٣٥ پوليسانو په ګډون ٤٠ تنه ووژل شول او او ٧٨ تنه نور زخميان شوو. په زخميانو کې هم زياتره پوليس وو شېرزي وويل چې د دې پېښې په تور يې تر دا دمه دوه تنه نيولي چې يو يې د ډېورن له پولې اخوا د شمالي وزيرستان اوسيدونکى دى چې په پوځي جامه کې بانګ ته ننوتى وو او پر ډزو يې خلک وژلي وو دويم تن يې هم د نجمالجهاد په فاميليو کې په هغې کرولا موټر کې نيولى چې دغه تن يې را انتقال کړى وو او طرحه يې ورته ورکړې وه .دى وايي دتېرې ورځې په پېښه کې درې تنه پاکستانيان وو چې يو يې همدانيول شى کس دى .

ده وويل: دوى له خپلو امنيتي ارګانونو سره په ګډه په دې بوخت دي چې د دغې پېښې پاتې عاملين هم د قانون منګولو ته وسپاري نيول شوى تن چې ځان (زراجم خان) را ښيي وايې چې دى د وزيرستان اوسيدونکى دى د يو شمېر کسانو له خوا ده يې نومونه هم واخيستل دې ته ګومارل شوى و چې له پېښوره ننګرهار ته راشي او د پوځ په جامه کې کابل بانګ ته ننوځي دى وايې ده ته دا هم ويل شوي و چې پر دې ورځ پوليس په معاشونو پسې راځي د نيول شوي تن جامې په وينو سرې وې ځوان زلمى وه په مخ يې ږيره هم نه وه په سر سرتور وو ده ويل : کله چې دى ولګېد او زخمي شو نو خپلو رهبري کوونکيو ته يې ټيلفون وکړ له هغوى يې هدايت واخيست .هغوى ورته وويل چې وسله ورکړه بل چاته، د پوليسو جامه وباسه او وتښته دى وايې : ده له ښاره په وتې ساحه کې يوه شپه هم کړې ده بيا په موټر کې تر دې ځايه راوستل شو. وروسته د د چارواکو له خوا هغه مستند عکسونه هم وښودل شول چې د کابل بانګ د کمرو له خوا عکاسي شوي وو .

په دغو عکسونو کې د خلکو منډې ترهېدلې سترګې ځورنډ سرونه او ځانونه ګوښه ځايونو ته رسول اوديوتن له خواپه ډزوددغوکسانوويشتل ښودل شوي دي . د پېښې ځاى او شا و خوا ته د زياترو دوکانونو ښيښې ماتې وې چې درانه مالي زيانونه يې لرل چارواکي وايې چې ياد بانک ته تېره ورځ اوه تنه بريد کوونکي ننوتي وو چې زيات شمېر يې ووژل شول او يو تن يې د همدې پېښې په ځاى کې ونيوه .

خو اخوا د دولت وسله وال مخالفين بيا وايي چې نيول شوى تن فدايي نه دى. دوی وايي په دې پېښه کې د دوی دوه تنه فدايان وژل شوي دي. دوي وايي چې په دې پېښه کې يې ګڼ شمير پوليس وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ګوانتاناموکې د وژل شوي معلم اول ګل د جنازې په مراسموکې وسله والو مخالفينو ګواښ وکړ چې دوی به د معلم اول ګل بدل ډېر ژر واخلي، خو د ننګرهار چارواکي دا نه مني چې ګوندې وسله والو مخالفينو د معلم اول ګل په بدل کې داپېښه رامنځته کړې ده.

دا لومړى ځل دى چې د جلال آباد په ښار کې دومره شمېر بريدکوونکي دومره اوږده نښته کوي چې نږدې يو سل او شل تنو ته پکې مرګ ژوبله اوړي تر دغې پېښې وړاندې هم دې ته ورته پېښه د دغې پېښې له ځايه لږ وړاندې د راډيو او تلويزون ودانۍ ته څېرمه د ننګرهار په رستورانت کې رامنځته شوه خو په دومره شمېر مرګ ژوبله يې نه لرله .