غوره شوي عکسونه

چینایي سیلانیان د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د کانګرس د واورین مجسمې سره یادګاري عکسونه اخلي‌ او د کانګرس ودانۍ یې هم شاته ښکاري

د اولاف شولتز په مشري د جرمني د سوسیال ډموکرات ګوند د ټاکنیز کمپاین د پیل په ترڅ کې یوې معترضې د "فلسطین د آزادۍ" لپاره شعارونه ورکړل
 

په داسې حال کې چې اسرائیل او حماس تر منځ نښتې دوام لري، د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د چاودنو له امله لوخړې او ویجاړې شوي ودانۍ لیدل کیږي
 
 

د کالیفورنیا ایالت په پسیفیک پالیسیدز کې د وروستیو لګېدلیو پراخو اورونو د مخنیوي لپاره د اطفائیې د مامورینو لخوا هڅې روانې دي
 
 

په میلیونونو نارینه او ښځې د "کمبه میله" په نوم مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هند د اتر پردیش ایالت په پریاګ راج ښار کې ټول شوي دي. دغه مراسم چې د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي غونډه بلل شوې، شپږ اونۍ دوام کوي

د جاپان په یوکوهاما ښار کې یوه جاپانۍ د 'کیمونو' په ځانګړي لباس کې 
 
 

د نیپال د پلازمینې کتمندو په شمال ختیځ کې د "مادهاو نارایان" مذهبي مراسمو یوه څنډه

 
 

د جرمني د هارتز غرونو ته نږدې څو تنه غر ختونکي د کنګل شویو ونو له څنګ څخه د تیریدو په حال کې
 

د افغانستان د پنجشیر ولایت د بازارک ولسوالۍ 
 
 

کابل ته څیرمه د ډبرو سکرو کاریګر 
 

د بارسلونا فوټبال لوبډلې د ریال مادرید په ماتولوسره د هسپانیا سوپر جام اتلولي وګټله