غوره شوي عکسونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن ملت ته د مخه ښې له وینا وروسته د خپلې مېرمن جیل بایډن له هرکلي سره مخ شو
 
 

په ارجنټاین کې ځنګلي اورونو پراخې سیمې سوځولي دي

په جنوبي افریقا کې د کان کیندونکو د ژغورنې عملیات

په صنعا کې د حوثي پلوي وسله والو لخوا د فلسطین په ملاتړ لاریون

یو اوکراینی سرتېری په پلازمېنه کیف کې د "وژل شویو سرتېرو د یادګاري دیوال" مخې ته د درناوي په موخه ولاړ دی

د هند په تامل ناډو ایالت د غوایانو د قابو کولو د دودیز جشن یوه څنډه
 
 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست وايي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تیرو نږدې لسو میاشتو کې په افغانستان کې په څلورو زرو ترافیکي پیښو کې شاوخوا ۲۰۰۰ پورې کسان مړه شوي دي

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ژمي یوه سړه ورځ

د نایجر په ډلتا سیمه کې یو کب نیونکی

د کولمبیا په پلازمینه بوګوټا کې د نوبل جایزې ګټونکي، ګابریل ګارسیا مارکز انځور

د سعودي عربستان په جده ښار کې د سعودي تر بیرغ لاندې لمونځ کول