جاپان به د چینايي بیړۍ کپټان آزاد کړي

جاپان به د چینايي بیړۍ کپټان آزاد کړي

د جاپان حکومت فېصله کړې ده چې د چېن د ېوې کب نېوونکې کېښتئ کپټان خوشي کړي. ددغې پېښې له امله د چېن او جاپان په منځ کې سخته ډیپلوماتېکي شخړه شروع شوه.

جاپاني مدعي العمومانو خپله فېصله نن اعلان کړه او دا دلېل ېې وړاندي کړ چه ددغه کېپټان بندي کېدلو د چېن سره دجاپان په اړېکو باندی ناوړه اغېزه کوي.

نوموړې وروسته دهغې ونېول شو چه دکبانو دنېلو کېښتئ ېې دوه هفتې مخکې د هغو ټاپوگانو سره نژدې دجاپان د سمندری قواو دگزمې د دوو کېښتېو سره ټکر شوه، چې جاپان او چېن دواړه پرې دملکېت دعوا لري.

د چېن حکومت په فوري ډول د هغه دخوشي کولو غوښتنه کړې وه او دجاپان دحکومت دلوړ رتبه مامورانو سره ېې ملاقاتونه فسخ کړل.

له بلې خوا د چېن مفتشان لگېا دي دهغو څلورو جاپاني کسانو نه تحقېقات کوي چه وېل کېږي په غېرقانوني ډول ېې د پوځی مرکزونو فلمبرداری کوله. دچېن خبري اژانس سېهنوا واېې چې دغه څلور کسان بی داجازې نه ېوې پوځي سېمې ته ورننوتلي وو.

جاپاني مقاماتو هم دهغوئ نېول تاېېد کړي دي.