سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ [مارچ ۲۰مه] اعلان وکړ چې جاپان په الاباما او ټینیسي ایالتونو کې د کوچنیو اټومي ریکټورونو په برېښناکوټونو او همدارنګه په پنسلوانیا او ټکزاس کې د طبیعي ګازو د تولیدي تاسیساتو د جوړولو په پروژو کې پانګونه کوي.
دا اعلان د جاپان لومړۍ وزیرې سناي تاکایچي په سپینې ماڼۍ کې د یوې غوندې او مېلمستیا پر مهال کړی دی.
سپینې ماڼۍ وویل چې دواړو خواوو د مهمو منرالونو د تولید د زیاتوالي لپاره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ چې په کې د سمندرونو په تل کې د مهمو منرالونو د سرچینو پراختیا هم شامله ده.
ټرمپ وویل چې متحده ایالتونه د جاپان د هغو هڅو نه خوښ دي چې غواړي خپل دفاعي ځواک پیاوړی کړی چې په کې "زموږ د ډېرو دفاعي تجهیزاتو" پېرودل هم شامل دي.
سپینې ماڼۍ وویل جاپان د خپلې دفاعي بودیجې د زیاتولو ژمنه کړې او دا چې دواړه خواوې به په جاپان کې د توغنديو د شنډولو دستګاوو د تولید "په چټکۍ سره زیات کړي".
دواړو هېوادونو د "شمالي کوریا د بشپړې بې وسلې کولو" او د متحدو ایالتونو، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه هم بیا تکرار کړه.