یوې هایدروجني چاودنې جاپانیان نور هم ووېرول

یوې هایدروجني چاودنې جاپانیان نور هم ووېرول

په اتومي بټۍ کې یوه هایدروجني چاودنه او د تسونامي په نامه د سمندري توفان غلط خبرداري د دوشنبې په ورځ د جاپان بدبختي نوره هم زیاته کړه. دا په داسې حال کې دي چې په زرگونو زلزله ځپلي په موقتي پنا ځایونو کې مرستو ته انتظار دي.

د گمان له مخې یوې هایدروجني چاودنې دوشنبې له غرمې لږ څه دمخه د فوکوشیما د اتومي بټۍ د دریم یونټ د ودانۍ دیوال ونړاوه. د شنبې په ورځ هم د همدې بټۍ په لومړي واحد کې یوه ورته چاودنه شوې وه.

جاپاني مامورینو هم د اټومي بټۍ د دوهم واحد د هوا د سړولو د سیستم د بشپړ خرابیدو خبر ورکړی و چې د یوې بلې چاودنې اندیښنه یې رامنځ ته کړې ده. مامورین وایي، په دوهم واحد کې د ذخیرې تیوپ لاهم سالم دی.

(.. له غرمې دمخه په یوولس بجو او یوه دقیقه د فوکوشیما دیاچي د اټومي بټۍ په دریم ریکټور کې یو لوړ اواز رامنځ ته شو او ورپسې سپین لوگي پورته شول. ډیر امکان لري چې دا د هادروجن چاودنه وي. د توکیو د بریښنا کمپنۍ په وینا د اتومي ریکټور کانټینر ته تاوان نه دی رسیدلی.)

د دوشنبې په چاودنه کې شپږ تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي. تقریبا دوه سوه زره کسان همدا اوس د اتومي بټۍ له شاو خوا سیمې څخه ویستل شوي.

شاو خوا سل زره جاپاني عسکر د بهرنیو هیوادونو د ژغورنې د ټیمونو په بدرگه د جمعې د ورځې د زلزلې او سمندري توفان څخه د راپاتې کسانو پسې گرځي. دا په داسې حال کې دي چې د بریښنا نشتوالي او د تاسیساتو پراخې خرابۍ په سختو ځپل شوو سیمو کې د ژغورنې د عملې هڅې ستونزمنې کړې دي.

(.. وروسته له هغې چې د تسونامي توفان کلی ونړاوه، زما خپلوان او ملگري ورک دي. دوی ټول لاهو شول.)

د دوشنبې په ورځ د شمال ختیځ ولایت په ساحلي څنډو کې څه دپاسه زر مړي وموندل شول او د کیودو خبري اژانس وایي په سخت ځپیدلي ولایت میاگي کې په یو بل ځای کې هم زر تنه مړي موندل شوي دي. د تلفاتو مجموعي شمیره د اټکل له مخې ښایي له لس زرو څخه زیاته وي چې دا شمیر گړۍ پر گړۍ زیاتیږي.

همداشان د دوشنبې په ورځ مامورینو د سمندري توفان د رامنځ ته کیدو خبرداری وغږاوه او د زلزلې د یو بل ټکان وروسته یې د سیمې له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د سندای ښار ته نژدې د ویجاړې شوې ساحلي سیمې لوړو پرتو ځایونو ته مخه کړي. خو وروسته معلومه شوه چې دا خبرداری غلط و.