د نړۍ تر ټولو زوړ سړی د خپلې زوکړې کلیزه لمانځي

د نړۍ تر ټولو زوړ سړی د خپلې زوکړې کلیزه لمانځي

په جاپان کې ېوسړی چی گومان کېږی په نړی کې ترټولو زوړ سړی دی دخپلې زوکړي ۱۱۴مه کلېزه ېې د سه شنبی په ورځ ولمانځله.

په جاپان کې کباب سوی ماهی ، ورېځی او سرې کرخی ېا لوبېا ډېر دودېز خوراک دی. دغه ۱۱۴ کلن سړي خپلې زوکړی په ورځ د سهار ناری په همدغه خوراک پېل کړ. دی جېرومان کېمورا نومېږی.

هغه خپلو ځايی چارواکېو ته ووېل چې دی په دې ډېر وېاړ کوي چې په نړۍ کې ترټولو زوړ سړی دی. ترده مخکی په امرېکا کې د اورگاډی ېو کارگر زوړ سړی بلل کېده خو هغه ددې مېاشتی په سر کې ومړ.

کېمورا چې پخوا د ډاکخانی کارگر و، وې وېل چې د ی د خپل اوږده عمر په اسرارو نه پوهېږی خو داېې ووېل چې ده هروخت کمه ډوډۍ خوړلی ده اوکله به چې په سلو کې اتېا موړ و نو ډوډۍ به یې بس کوله.

کېمورا په ۱۸۹۷ کال کې زېږېدلی دی. نوموړی له خپلې ۸۲ کلنی لور ۵۸ کلنی نگور سره اوسېږی. هغه ۷ ماشومان او ۱۴ لمسېان لري. ۲۵ کړوسېان لري او ۱۱ کوسېان لری. خو اوس په نړی کې ترده پنځه زړې ښځې هم شته دی او په دې جمله کې دوه په جاپان کې دی.