د امریکا د کانګرس د استازو جرګې منتخبو ډیموکراتو غړو د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۸) د خپل ګوند اوسنی اقلیتي مشر حکیم جفریز د دې جرګې د راتلونکې دورې د مشر په توګه ونوماوه.
جفریز په دې رایه اچونه کې سیال نه درلود. هغه به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه، د کانګرس د بلې دورې له پیل سره، د امریکا په تاریخ کې د استازو جرګې د لومړني تورپوستي مشر په توګه دنده پیل کړي.
د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا ۳۵ څوکۍ رایې اچونې ته وړاندې شوې.
ډیموکراټانو د ۲۵۷ څوکیو په ګټلو سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په پاتې دوو کلونو کې د استازو جرګې د اکثریت کنټرول ترلاسه کړی دی.
جمهوري غوښتونکو تېره اوونۍ جیم جورډن د راتلونکي کانګرس د جمهوري غوښتونکو د اقلیت مشر وټاکه. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د جرګې اوسني مشر مایک جانسن اعلان وکړ چې په راتلونکې تقنیني دوره کې به د جمهوري غوښتونکو د اقلیت د مشرۍ دنده نه ترسره کوي.
په سنا جرګه کې کریس وان هولن د ډیموکراټانو د اکثریت د مشرۍ لپاره د اوسني اقلیتي مشر چک شومر پر وړاندې سیالي کوي.
ډیموکراتانو په منځمهالو ټاکنو کې د نورو نهو څوکیو په خپلولو سره په سنا کې د ۴۴ په وړاندې د ۵۶ اکثریت ترلاسه کړی دی. په دې شمېر کې هغه دوه خپلواک سناتوران هم شامل دي چې له ډیموکراټانو سره همغږي لري.
تمه ده چې د استازو جرګې د پاتې سیالیو پایلې به په راتلونکو څو اوونیو کې اعلان شي. په شمالي کارولینا کې دوه او په مینیسوټا کې یوه سیالي د رایو بیاشمېرنې ته ځي. همدارنګه د لوزیانا د دوو انتخاباتي حوزو سیالۍ به د ډسمبر په ۱۲مه دویم پړاو ته ولاړې شي.
د سنا د وروستیو پایلو له مخې، ډیموکراټې نوماندې مري پیلټولا خپل جمهوري غوښتونکی سیال ډان سولیوان مات کړ او د الاسکا ایالت د سنا څوکۍ یې وګټله.