د سعودي عربستان مقاماتو ویلي دي چې په جده کې د امریکا د متحده ایالاتو پر قونسلگرۍ باندې ځانمرگی برید کوونکی یو پاکستانی و چې ١٢ کاله مخکې سعودي ته راغلی و او د موټر چلوونکي په توگه یې کار کاوه.
د جدې د پیښې وروسته، یو بل ځانمرگی برید د سعودي په قطیف ښار کې د شیعه مذهبو یو جومات ته څیرمه وشو او د دوشنبې په ماښام دریم ځانمرگی برید د مدینې په ښار کې د نبوي مسجد د ساتوونکو په قرارگاه باندې ترسره شو. د مدینې چاودنه د څلور تنو امنیتي کارکوونکو د مرگ او د پنځو تنو نورو د ټپي کیدو سبب شوه.
په سعودي عربستان کې د دوشنبې د ورځې ددغو درې گونو بریدونو مسؤلیت تر اوسه هیڅ یوې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو ددغو بریدونو بڼه او هم آهنگي ښي چې ښایي د اسلامي دولت ډله به په کې لاس ولري.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په جده کې ځانمرگی برید کوونکی عبدالله گلزار خان نومیده او د پاکستان اوسیدونکی و. هغه ٣۴ کلن و چې د میرمنې او مور او پلار سره یې یو ځای په جده کې ژوند کاوه.
سعودي مقاماتو ویلي دي چې د قطیف او جدې د بریدکوونکو پر مړو باندې پلټنې روانې دي چې د هغوی هویت وپیژندل شي.
د سعودي عربستان د ٣٠ میلیونو نفوس تر څنگ نهه میلیونه بهرنیان په دې هیواد کې ژوند کوي چې د پاکستانیانو شمیر د بهرنیانو ترمنځ زیات دی.
سعودي عربستان په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ په نړیوال ایتلاف کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد مبارزه کوي او داعش هم د سعودي سلطنتي نظام خپل دښمن گڼي.