جو بایډن سعودي عربستان او اسرائیل ته خپل ممکنه سفر وځنډاوه

ګڼ شمیر امریکایي مطبوعاتو راپور ورکړی چې جمهور رئیس جو بایډن سعودي عربستان او اسرائیل ته خپل ممکنه سفر ځنډولی.

د مطبوعاتو ددې راپورونو څخه یوه ورځ وړاندې ښاغلي بایډن تائید کړې وه چې سعودي عربستان ته په سفر کولو غور کوي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ تر اوسه د جمهور رئیس جو بایډن د سفر د ځنډیدو په باره کې څه ندي ویلي خو د سي ان ان ، ان بي سي او څو نورو شبکو ویلي چې دا سفر د جولای تر میاشتې ځنډیدلی.

په راپورونو کې د ښاغلي بایډن د سفر د ځنډیو دلیل ندی روښانه شوی.

د ښاغلي بایډن د سفر اعلان په امریکایي مطبوعاتو کې تیره اوونۍ دوه ساعته وروسته تر هغه وشو چې سعودي عربستان ومنله د تیلو تولیدات به ډیروي او په عین حال کې به په یمن کې چې جګړو ځپلی، د اوربند د موافقې موده وغځوي.

دا دواړه د جمهور رئیس جو بایډن مهمې غوښتنې وې چې د سعودي څخه یې کړې وې او هغوي هم دا ومنلې.

د سي ان ان شبکې همدرانګه ویلي و چې ټاکل شوې وه ښاغلي بایډن د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم کتلي وی.

د امریکا استخباراتي ادارې په ښاغلي سلمان تور پورې کوي چې په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی و.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرن جین پیري په خبري کنفرانس کې د ښاغلي بایډن د سفر اعلان ونکړ خو دومره یې وویل چې جمهور رئیس د منځني ختیځ د مشرانو سره د لیدو لپاره فرصتونو ته ګوري.

د سعودي عربستان تر څنګ جمهور رئیس بایډن به په همدې روانې میاشت کې هسپانیې ته ولاړ شي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي او هم به په جرمني کې د جي ۷ هیوادونو د مشرانو پّ غونډې کې ګډون وکړي.