د ورځې غوره انځورونه
ډانلد ټرمپ د جمهوري غوښتونکي کوند له لوري د امریکا ولسمشري ته نوماندي ومنله. هغه ملي گوندي غونډې ته د وینا په ترځ کې و ویل چې امریکا ته به لومړیتوب ورکوي.
ډانلد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې د وینا پر مهال. ټرمپ د کورنیو چارو برسیره په بهرنیو چارو کې هم د داسي تګلارو ژمنه وکړه چې د واشنګټن د اوسنیو سیاستونو سره په بشپږ توگه په ټکر کې دي.
د اوهایو په کلیولند ښار کې د جمهوري غوښتونکي کوند کانوانسیون ته نیږدې د ټرمپ پر ضد لاریون کونکي.
د اوهایو په کلیولند ښار کې د جمهوري غوښتونکي کوند کانوانسیون ته نیږدې، د ټرمپ په ملاتړ لاریون کونکي.
د اوهایو په کلیولند ښار کې د جمهوري غوښتونکي کوند کانوانسیون ته نیږدې د لاریون کونکو د امنیت د ساتلو لپاره، راغلي پولیس.
د هند به شرقي ایالت مګالایا کې یو زیات شمیر خلک چې په یوه کلتوري جشن کې د ګډون لپاره راغونډ شوي دي.
د ترکیې د حکومت د پلویانو لاریون چې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو لوی انځور لیږدوي.
د مغلستان په ګبي دښته کې د پسونو یوه رمه.
د چین په ژجیانګ ولایت کې د سرو مرچکیو د خوړلو سیالي کونکي چې یخې اوبه پرې پاشل کیږي.
د سویس د موسیقۍ په یوه لوی جشن کې یوه ننداره.
به شمالي کوریا کې د بالستیک راکټ د توغولو شیبه.
د لیبیا په سرت ښار کې حکومتي پوځیان د داعش د ډلې له جنګیالیو سره د جګړې په حال کې.