دو ورځې غوره انځورونه
په کابل کې یو نارینه د روښنايي غورځنګ په لاریون کې د یوه وژل شوي کس لپاره د تابوت د وړلو په حال کې.
د کشمیر په سرینګر کې د هند د پوځ سرتیري چې د سیمیزو خلکو د تیکو د برید له کبله د دیوال شاته پټ شوي دي.
د پنسلوانیا ایالت په فلادلفیا ښار کې د برني سندرس پلویان د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون د رئیسې، دبی ویسرمن شولتز، پر ضد د اعتراض په حال کې.
د امریکا د دیموکرات ګوند د ملي کانوانسیون له پیل کیدو څخه یوه ورځ وړاندې د پنسلوانیا په ایالت کې د هلري کلنتن د کمپاین د دوه کارکونکو تر منځ د واده د غوښتنې شیبه.
افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي چې د صربیا د سرحد د تړلو په اعتراض کې یې په غذایي اعتصاب لاس پورې کړی دی.
د اسپانیا په ویتوریا ښار کې یو نارینه د اوږې د یوه فیستیوال لپاره د اوږې د وړلو په حال کې.
د چین په شاآنشي ولایت کې له سخت باران وروسته په یوه څلو لارې کې د موټرو ګڼه ګوڼه.
په دنمارک کې له نیزې سره د اس ځغلولو د سیالۍ یوه شیبه.