د ورځې غوره انځورونه
هیلري کلنټن د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په ورستۍ شپه د دغه ګوند استاځو ته د وینا په حال کې.
د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن له خپلې لور چلسي کلنټن سره د نوماندې هلري کلنټن د وینا د اوریدو په حال کې.
د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې د دغه ګوند استاځي د هیلري کلنټن د وینا د اوریدو په حال کې.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دیومکرات ګوند نومانده، هیلري کلنټن او د هغې نوماند معاون د دغه ګوند د ملي کنوانسیون د پای ته رسیدو په مراسمو کې.
د یوه وژل شوي مسلمان امریکايي سرتیري پلار، خضر خان، د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون ته د وینا پر مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند پر نوماند، دانلډ ټرمپ، نیوکې وکړې او هغه ته یې وویل چې که یې د امریکا اساسي قانون نوي لوستی نو دی به خپله کاپی ورکړي.
د ولسمشر باراک اوباما او ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندې، هیلري کنټن یو په زړه پورې انځور چې د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون ته د اوباما د وینا وروسته اخیستل شوی دی.
د چین د بیجنګ ښار په یوه تجارتي مرکز کې یو ماشوم پر یوه لوی کیبورد د ختلو په حال کې.
د لمر ناستې پر مهال د اسپانیا د پامپلانا سیند پر یوه پله باندې یو نارینه د تیریدو په حال کې.
د چین په شنیانګ ښار کې د سختو بارانونو له کبله یو موټر چې د یوه نړیدلي دیواله لاندې شوی دی.
د چین په شیچانګ ښار کې د مشعل په فیستیوال کې یو نارینه له کلیوالو جامو سره د نندارې د وړاندې کولو په حال کې.