د ورځې غوره انځورونه
د جرمني په برونزبټل ښار کې دوه لوبغاړي په خټو کې د هنډبال د سیالۍ په حال کې.
د هند د اسام ایالت په یوې سیلاب ځپلې سیمه کې د یوې کورنۍ غړي د کب ښکار ته د تلو په حال کې.
د چین لوی دیوال ته نیږدې د ۲۰۲۲ کال د ژمني المپیک او پارا المپیک لوبو لپاره د بیجنګ ښار د غوره کیدو په ویاړ مراسمو ته، یوه نڅیدونکې د چمتو کیدو په حال کې.
د روسیې په مسکو ښار کې د نړیوالو پوځي ګیمونو په سیالیو کې له سیند څخه د یوه ټانک د تیریدو شیبه.
د بوسنیا هرزوګوینا له یوه تاریخي پله څخه اوبو ته د یوه نارینه د ټوپ وهلو شیبه.
د چین په هونان ولایت کې خلک له یوه پله څخه د تیریدو په حال کې چې د غره په اړخ کې جوړ شوی دی.
د هند په کلکته ښار کې یوه کارګره د التا په نامه د یو ډول موادو د بوتلو د ډکولو په حال کې چې هندي ښځې یې په ودونو او مذهبي مراسمو کې د خپلو پښو او لاسونو د رنګولو لپاره کاروي.
د چین په ګوانګدونګ ولایت کې د کب نیونکو کیښتیو یو تمځای.