د ورځې غوره انځورونه
د چین په ګویژو ولایت کې د زونګزي لږکیو ښځې د یو سیمه یز جشن لپاره له وریزو څخه جوړ شوي خوړو د وړلو په حال کې.
د پرتګال په مرکزي برخه او د بوکا په ځنګلونو کې د اطفائیې کاروکونکي د اور د وژلو په هڅه کې.
د لیبیا سواحلو ته نیږدې د مدیترانې په اوبوکې د پناه غوښتونکو یوه کیښتۍ د ماشومانو د ژغورنې د موسسې د نجات کیښتۍ په انتظار کې.
د اسپانیا د بارسلونا ښار په ساحل کې یوه ګرمه لمریزه ورځ.
د اندونیزیا د جاکارتا ښار په اسمان کې د لمر ناستې په وخت یوه الوتکه د الوتلو په حال کې.
د فرانسې د پاریس ښار په هوايي نندارتون کې د امبریر په نامه د برزیلي شرکت آزمایښتي الوتکه چې د یو باز څیره په کې کښل شوې ده.