د ورځې غوره انځورونه
برتانویانو په یوې تاریخي ټولپوښتنه کې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو لپاره رایه ورکړه او دغه تصمیم پر اسیایي بازارونو منفي اثر کړی دی او برتانوي پونډ د تیرو درې لسیزو په پرتله په بې سارې توگه راټیټ شوی دی.
په لندن کې د جمعې د ورځې یوه ورځپاڼه چې د لومړي مخ عنوان یې دی: "موږ و وتو"
د لندن ښار یو ټکسي چلونکی چې د اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیې د وتو په خوشحالۍ کې یې بیرغ په خپل موټر لګولی دی.
له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو د ټولپوښتنې د کمپاین یو پوسټر چې د رایې ورکونې پر پاڼه د دعا برخه هم پکې زیاته شوې ده.
د بریتانې د وروستۍ ټولپوښتنې یو رای اچونکې چې د اروپایی هیوادونو بیرغونه یې په کمیس لګولي دي.
په اتریش کې دوه اسونه چې د ګلې د مشرۍ لپاره په جګړه بوخت دي.
د نایجر هیواد په یوه موقتي کمپ کې د بوکو حرام د ډلې د بریدونو څخه د تشتیدلو کورنیو یو ماشوم.
د هند په احمد آباد کې د ښونځي زدکونکي د یوګا د نړیوالې ورځې د مراسمو لپاره د تمرین په حال کې.
د چین په هنان ولایت کې د پلار د ورځې د لمانځلو لپاره د ښامار مشهوره ګډا او په چینایي ژبه د پلار د کلمې کښل.
د اسپانیې په ولنسیا سیمه کې یو سوځیدلی ځنګل کې یو شمیر ونې چې اور ندي سیځلي.
د هند په بمبئی ښار کې ښځې په یوه مذهبي مراسمو کې یوې ونې پورې د تارونو د تاوولو په حال کې.
د مالدووا هیواد پلازمینې ته نیږدې د ګلونو په یوې دښته کې یوه مور او لور د ګرځیدو په حال کې.