پر کابل بانک برید کوونکي په دار وزړول شول

پر کابل بانک برید کوونکي په دار وزړول شول

د افغانستان د ملي امنیت د عمومی ریاست یوه خپره شوې اعلامیه وايي، هغه دوه تنه چې د جلال آباد په ښار کې یې پر کابل بانک باندې خونړی برید کړی وو، نن په دار وزړول شول.

د افغانستان د عدلیی وزارت ویاند وایي ددغه برید کونکی مړی د پاکستان سفارت ته او دده د ملګري مړی د هغه کورنۍ ته سپارل کیږي.

دا ترهګر د افغانستان د قوانینو او د ولسمشر د منظوری نه پس اعدام شول

پاکستانی زرعجم چی د ننګرهار ولایت د کابل بانک پر څانګې یې مر ګونی برید تر سره کړی وه نن د کابل ښار د پلچرخی په سیمه کې اعدام شو.

زر عجم چې د شمالی وزیرستان اوسیدونکی وو د خپل ملګري مطیع الله سره یې پر کابل بانک باندې په مرګاني برید کې ۴۰ کسان ووژل او نږدې ۷۰ تنه یې ټپیان کړل.

د افغانستان د عدلیی وزارت ویاند احمد فرید نجیبی د زرعجم او مطیع الله د اعدام د خبر په تاییدولو سره وایي دوی د افغانستان د اساسي قانون د ۱۲۹ مادې او د سترې محکمې د حکم او د جمهور رییس د تایید نه وروسته اعدام شوي دي.

زر عجم د تیر لمریز کال په وروستۍ میاشت کې د جلال اباد ښار د کابل بانک یوې څانګی ته ننوت او هر هغه ملکي وګړی چې په مخه ورتلو هغه به یې په ګولۍ وویشت خو ددې پیښې په سبا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او له اوږدې محاکمې وروسته نن اعدام شو.

یو بل برید کوونکی په شل کاله بند محکوم شوی دی.