کابل کې چاوډنې یو پولیس وواژه دوه زخمیان دي

کابل کې چاوډنې یو پولیس وواژه دوه زخمیان دي

چارواکو وویل چاودنه د سه شنبی په ورځ هغه وخت وشوه چې یو پولیس د دفاع وزارت ته څېرمه د یوه ایښودل شوي بم په خنثی کولو لگیا و.

په پایتخت کابل کې د بم دغه راز بریدونه ډېر کم لیدل کیږي. تېره مېاشت دوه ځان مرگو په یوه نظامي سرویس موټر باندې برېد وکړ او پنځه تنه یې ووژل.

د جرمني جنرال جوزېف بولټز ددوشنبی په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې ناټو وایي دوی به خپل فشار پر طالبانو باندی جاري وساتي.

جنرال بلاټز په افغانستان کې د ناټو د سوله ساتو یا ایساف د قواو نطاق دی. هغه وویل معمولا به د ژمی په میاشتوکې جگړه بندېدله خو دا ځل به د ژمي په میاشتو کې د طالبانو خلاف جگړه روانه وي.

جنرال بلاټز ووېل په دې نږدې وخت کې د مرگ ژوبلې د زیاتېدلو توقع کېدله او هغه ددې نښه وه چې د ناټوقواوې پر طالبانو باندې د هغوی په پاخه سنگر هلمند او کندهار کې خپل فشار ته ادامه ورکوي.

د ناټو دغه نطاق وویل چې د عسکرو په محدوده پیمانه وتل به په ٢٠١١ کې پیل او افغان قواو ته به هم یو څه مسوولیتونه وسپارل شي.