په کابل کې امنیتي مقامات وايي، د اینټر کانټیننټل په هوټل باندې د سه شنبې د شپې ناوخته برید په نتیجه کې اووه تنه وژل شوي او اته نور زخمي شوي دي.
د چهارشنبې په سهار د افغان امنیتي ځواکونو موټرو او امبلانسونو د هوټل له ودانۍ نه د وژل شویو افرادو مړي او زخمیان رایستل.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن وویل، د یادو شویو تلفاتو علاوه، شپږ تنه برید کوونکي هم وژل شوي او ددې اندیښنه شته چې د تلفاتو اندازه زیاته شي.
ښاغلي صدیقي وویل په پیښه کې د وژل شویو او زخمي شویو کسانو هویت تر اوسه پورې ندی څرګند او وايي چې په دې اړه تحقیقات روان دي.
برید د سه شنبې د شپې ناوخته هغه مهال پیل شو چې شپږ تنه ځانمرګي د کانټننټل پر هوټل ورغلل. په دغه هوټل کې اکثریت خارجیان اوسیږي.
د ناټو یوه ویاند وویل چې د دوی هلیکوپترو هغه برید کوونکي له منځه یووړل چې د هوټل پر بام باندې ځای پر ځای شوي وو.
طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې په هوټل کې میشت بهرنیان یې هدف و.
د کابل د امنیت د قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس محمد ظاهر وویل چې په پیښه کې څو تنه پولیس هم زخمي شوي دي.
سید وحید، یوه عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې د سهار په درې بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد هغه وویل د پلتخنیک - باغ بالا سرک د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې دغه حمله غندلې ده.
په افغانستان کې د ناامنۍ دغه ډول پیښې په داسې حال کې ادامه لري چې امریکا غواړي په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر پیل کړي.
برید کوونکي د ښځو لباس کې پټیږي
د سه شنبې په ورځ، ناټو وویل اکثره نارینه برید کوونکي ددې لپاره چې و نه نیول شي، د ښځو لباس اغوندي.
ناټو ویلي، د بیلګې په توګه، افغان او ناټو قواوو په ګډه د تندلارو یو عالي رتبه مشر ونیو چې چادري یې په سر کړې وه.
ایتلاف وايي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر یې د دوشنبې په ورځ په کندز کې په یو لړ عملیاتو کې ونیو. د تندلارو پر دغه مشر باندې تور دی چې د افغان امنیتي قواوو په خلاف یې د ځانمرګو بریدونه تنظیمول.