د کندهار په چاودنه کې ۹ کسه وژل شوي

د کندهار ښار

افغان چارواکي وایي چی د کندهار په ولایت کې د سړک په غاړه د بم په چاودنه کې ٩ کسه وژل سوي او اته تنه زخمي سوي دي.

د کندهار د ولایت یوه نطاق وویل چی دې چاودني نن د جمعې په ورځ یو بس موټر تباه کړیْ دی.

له بلي خوا ناټو ویلي دي چې د یوه بم په چاودنه کې چې دافغانستان په جنوب کی سوې، د ائتلافي قواو دوه عسکر وژل سوي دي.

د برتانیې نوی صدراعظم ( ډیویډ کامیرون ) چی افغانستان ته تللی، نن د جمعې په ورځ یې په هغه هیواد کی خپلو عسکرو ته وینا وکړه او په هغې کی ېې په هغه هیواد کی ددغو عسکرو ماموریت او ددوی د پاته کیدو د مودې په باب توضیحات ورکړل.

هغه د هلمند په ولایت کې د برتانوي عسکرو یوې اډې ته ورغی او هغوي ته یې په خپله وینا کې وویل چی کله چې افغانان دې ته چمتو سي چی د خپل ملک امنیت په خپله غاړه واخلي نو هغه وخت به برتانوي قواوي د دې ملک نه راووځي.

ښاغلي ( کامیرون ) پرون ویلي و چی دی په افغانستان کی د جمهوررئیس براک اوباما د ستراتیژۍ بشپړ ملاتړ کوي، مگر افغانستان ته د نورو برتانوي عسکرو استول یې په آجنډا کي نه دي.

د هغه راهیسي چی ښاغلی ( کامیرون ) تیره میاشت د برتانیې صدراعظم سوی دی، دا افغانستان ته د هغه لومړی سفر دی.

برتانیه همدا اوس په افغانستان کی لس زره عسکر لري، چی دامریکا نه وروسته دوهم ملک دی چی هغه هیواد ته یې زیات عسکر استولي دي.