جنرال رازق: ملامنصور افغانستان ته ندی راغلی

جنرال رازق وايي طالبان د افغانستان د پلونو له ورانولو وروسته پاکستان ته تللي

د کندهار ولایت د امنیې قوماندان وايي طالب جنګیالي له پاکستان نه د کابل-کندهار د تړلو او ورانولو لپاره راغلي وه.

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وايي د کابل-کندهار لویه لار بیا پرانستل شوې ده. امریکا غږ سره په خبرو کې جنرال رازق وویل چې د لارې د بیاپرانستلو په جګړه کې شاوخوا ۴۰ طالب جنګیالي ووژل شول.

له جنرال رازق سره د امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل مرکه دلته واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

جنرال رازق سره مرکه