افغان مامورین وایي د څلورسوو نه زیات بندیان چې اکثره یې طالبان دي، د کندهار له زندان نه د یو تونل له لارې تښتیدلي دي.
طالبانو زندان ته ددغه ٣٢٠ مترو نقم وهلو مسولیت په غاړه اخستی دی او ویلي یې دي چې د پنځو میاشتو راهیسې زندان ته دغه تونل وهلو چې بالاخره پرون ناوخته زندان ته لاره وایسته او بندیانو وکړای شو چې وتښتي.
د جمهور رییس کرزي ویاند نن په کابل کې دا یوه لويه پېښه وګڼله. وحید عمر یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل، په دې اړه پلټنې دوام لري او زیاته یې کړه چې په کندهار کې د امنیتي مسولینو اقداماتو ته ګوري.
http://www.youtube.com/embed/675AAh2WtQg
په ٢٠٠٨ کال کې هم سلگونه بندیان، چې طالبان هم په کې وو، د همدې زندان نه، چې یاغیانو یې دروازه په بم والوزوله، تښتیدلي وو.